د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه

د ږلۍ هينداره

ميکدې ته يې محشر په اوږو راووړ
چې زاهد د توبو غر په اوږو راووړ

څه تاثير دی د ډېوې په سره لمبه کې
چې پتنګ ورته خپل سر په اوږو راووړ

د اشنا په غم مې کسي داوړه سپين شول
سېل د اوښکو مې نظر په اوږو راووړ

د زړه شمه به يې بله کړمه لار کې
که د شپې مړی سحر  په اوږو راووړ

د شبنم ښيښه هينداره د ږلۍ شوه
يوه څاڅکي سمندر په اوږو راووړ

د اُفق لمنه سره په وينو ښکاري
تورو ورېځو زخمي لمر په اوږو راووړ

دلته، جوړه قتلګاه، ده د غوټيو
سره غاټول ورته خپل سر  په اوږو راووړ

کابل، غبرګولی  ۱۳۷۱

د شاعر نور شعرونه ←