د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

صديق کاوون توفاني

د صديق کاوون توفاني پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

له شعري ټولګې سره مل متن

دوطن بوی

له بیدیا نه راجګیــــــــــــږې دچمن بوی

دګـــــــل مخـــــــــــو پسرلیو، دبدن بوی

ما دسوې زړه کړکۍ کړه ورته خلا صه

چـــــاپـــــه زلفو کې راوړی دوطن بوی 

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

36 خپاره شوي شعرونه

دوطن بویبشپړ شعر ولولئ

دوطن بوی

صديق کاوون توفاني

له بیدیا نه راجګیــــــــــــږې دچمن بوی

دګـــــــل مخـــــــــــو پسرلیو، دبدن بوی

ما دسوې زړه کړکۍ کړه ورته خلا صه

چـــــاپـــــه زلفو کې راوړی دوطن بوی

دیقین په لټهبشپړ شعر ولولئ

دیقین په لټه

صديق کاوون توفاني

ستا دستر ګو" سیپارو" کـــــې مې لوستلي

دتــــلـــپـــاتــــــې خــوږې مــــیــنې  " آیا تونه "

څه پرواده که لمو نــــــــځونه  مې" قضا" کړل

یا مې شوندې ستا په " ذکر"  ستړې نه شوې

دخپل زړه " مسجد" ســـپیڅــــلی درته ساتم

بـــــــلــــــــوم پکې داوښــــکـــــــــو څــــراغونه .

    *     *     * 

چــــــــــی دمخ " کعبه" دې ونــــــــــــیــــــــوه بــــــــــتــــــانو,

لــــــــــــــه تندي نه مې زاړه خا پـــــــــــــونـــــــــــــــــه لاړل

زه خو هسې دسجدو ســــــــــــــو داګــــــــــــر نـــــــــه یم

نه جنت غواړم نه ســــــــــــره دوزخ تـــــــــــــــــــه ژاړم

خو" روژه"  به  په " طـــــــــهــــــــــورو " ماته نه کړم

که نصیب مې شول دشونــــــــــډو" ذکــــــــاتــــونه"

دکـــــــــــو ثــــــــــــرو دپیالــــــــــو په تــــــــمـــــه نه یم ,

بس یوازې یو دیدن درځني غـــــــــــــــــــــــــواړم

خپله ورکه لټوم ستا په پــــــــــیــــــــــــــدا کــــــې

د" شــــــــــــک  " تږې د "یقین " چینې ته بیا یم

معبده مـــــــــــــــــې په خپل زړه کې جوړه کړې

پکې ستایـــــــــــــمـــــــــــــه  دمینې شنه یادونه

*       *       *             

دټول عمر عبا دت به تــــــــــــــــــــرینه ځارکړم

که یوه شيه مې منلی په ګناه کــــــــــــــــــــــړې

له رنګینو جنتونو نه به تــــــــــــیــــــــــــــــر شم

که یوه پیاله سکروټې راته راکــــــــــــــــړې

ددنیا او دعقبا پروا مې نـــــــــشـــــــــــــــــــته

ما دعشق  په پښو کې توی کړل ثوابونه

آلمان

دسمبر     /  ۱۹۹۸

تلوسهبشپړ شعر ولولئ

تلوسه

صديق کاوون توفاني

راشــــــه چـــــې پـــــه لاره بــــانــــدې فرش درته لیمه کړمه

تـــــاتــــــه پــــــه کـــتــــو کـــتـــو بــه دواړه کسي سره کړمه

تــــــــه دې دســــتـــم کـــیـــڼـــــې کــــــږې راتـــه مُــغـلې کړه

زه بــــــــــه مـــې هــــــوډونــــه بــــیـــا لــه سره پښتانه کړمه

ستـــــا د انـــــــاري شـــــونـــــډو شــــراب په مینه شو ممه

شــــــــومــــمــــه اورونـــــه، چــــې اورونـه پرې ساړه کړمه

خـــــــوبـــــــه لـــېـــونـیه بیا په کوم شوګیر کې پاتې شوې

راشــــه چــــې د ستــــرګـــو پــه زانــګو کې دې ویده کړمه

زه بــــه ځـــان د شـــمـــې پـه دود څاڅکی څا څکی وسېزم

هــــومــــره بـــــه اوبـــه شـــم چـــې دې تیـــږه زړه اوبه کړمه

تـــه خو اوســـنۍ شوې ځان دې هېر کړ، زه دې هېر کړمه

زه لا پـــخـــوانـــی یــــم، تــــا بــــه ځــان کړم، تابه زه کړمه

خـــیــــر دی کــــــــه د مـــیـــنـــې لاره ډکــه لـــه اغـزونه، ده

ســــــــتـــا رنـــګـــیـــن یـــادونـــه بــه له ځانه سره مله کړمه

زه مـــــــلامــــت نـــــه یــــــم تــــلـــوســـه دې دلیــــدو لــــرم

داســـــــې چــــې پـــه بـــیـــړه بــیــړه ستا په لورې تله کړمه

ځـــان راځـــنـــې ورک شــي ستا د سترګو په هیندارو کې

ټــــول شـــمـــه هـــیـــنــــداره چـــې هــیندارو ته کاته کړمه

د سراب په لوربشپړ شعر ولولئ

د سراب په لور

صديق کاوون توفاني

ســـــــوز یــــمه اخیســــتـــی ، دســـــازونـــــو راته مه وایه

پــــــــرې مــــې ږده یــوازې ، دبــــــزمـــــونـــو راته مه وایه

زه د عــــمــــر تـــــــږی وم تـــــــاتــــش ســـــراب تــــه بوتلمه

یـــــــــه ســـاقــــــي دورغجنه ، د جــــامونــــو راته مه وایه

څـــــــــو بــــه مـــــې د زړه پـــــــه دښته، لونـــې د لمبو تخم

ټـــــــول ایـــــرې ایـــــــرې یـــــــم، داورونـــــــو راته مه وایه

مــــــــا خو لــــــه دې بـــــــاغـــــه بس یوازې اغزي واوښتل

غلـــــــــی شــــــه ملیــــاره،د ګلونــــــــــو راتــــــه مه وایـــــه

راغلـــــــم له کــــــوم ځایـــه او پـــــــه کوم لوري روان یمه؟

نـــــــــــــور د نـــــــــا مالومـــــــــو منزلونــــــــو راته مه وایه

نه په سـروکې سره شته، نه په سپینو کې سپین پاتې دي

رنـــــګ پـــــه رنګ بـــــــدلیږي درنګونـــــــو راتــه مه وایه

بیـــــــا د کـــــــوم منصور مغــرورې غاړې ته رسۍ اوبې؟

شیخــــــه !نـــــــور د ږیـــــــرې د وژغــــــونو راتــــه مه وایه

د سلا م څليبشپړ شعر ولولئ

د سلا م څلي

صديق کاوون توفاني

زمري زړه مي  د هو سیو ستر ګو رام شو

شهسوار د لمر، د تور ي شپي غلام شو

دي رســــــــــوا کوڅي ته مه راځه زاهده

هر سپیڅلي دلته تور ،دلته بد نام شو

تــــا د مـــخ سهر ښکاره کړ، بیرته لاړي

لـــمـــر لا نــــــه و راختلي چي ماښام شو

دا خــــوتــــه یــــــي چي دنیا درپسي پلم

نـــور مــــي هــــر امید ټکي د انجام شو

پــه اوښـــلــنــو سترګو ،ستا پلونه کسم

هـــر یــــو یــــاد دي راتـه څلي د سلام شو

زه لــه هـــغـــه بــــې پــــروا مینــــه ځارشم

چي د عشق په چاره تیر له ننګ و نام شو

چـــــي لــــه نازه یې آسمان ویشته په لوټو

لــــه آســمـــانـه یــي نسکور د کبر جام شو

څـــومــــره لــنډه ده زمونږ د ژوندون منډه

چـــاتــه یو خـــام اسویلي چاته یو کام شو

د رڼا خبرهبشپړ شعر ولولئ

د رڼا خبره

صديق کاوون توفاني

شـــپـــــــــــه شــــوه د رڼا خبره هیره شوه

تا نه چې زما خبــــــــــــــــــــــره هېره شوه

ستا خواږه یادونه مې پــــــه زړه ووري

نور مې د هر چا خبره هېره شـــــــــــــــــوه

ورانه میکده شوه، د نیا ورانه شـــــــوه

خم نه د صهبا خبر ه هیره شــــــــــــــــــوه

ما ویل که راغــــــلـــــــه ورته وایم یې

باغ شو د غوټیو په ســـرو وینو سور

ګل نه د خندا خبره هــــیــــره شــــــــوه

هیره یې وعده کړه د سبا په نـــــــوم

ئکاري نن یې بیا خبره هیره شـــــوه

ښکاری نن یې بیا خبره هیره شــوه

پاتې منتظر یې ځلېدو ته شـــــــوم

لمر نه د ځلا خبره هـــــــیــره شـــــوه.

نیمګړي شعـربشپړ شعر ولولئ

نیمګړي شعـر

صديق کاوون توفاني

یو بله شـــپـــــه مـــي پریده
یار تــــلــــو تـــــه تیار نه یم
اوږده لاره مـــي ده مخ کي
دریــــــدو تــــه وزګار نه یم
 لامي زړه له عشقه ډک دي
لامــــــي سر یاغي له شوره
لامـــــــــــــي سأ دمیني تږي
لامـــــــــي وینه سره له اوره
لامــي سترګي مړي نه دي
د ښـــــــګـــــــلا له تما شا نه
لامي شونډي ستړي نه دي
د ګــــــــــــلـــــــمـخو له ثنا نه 
لا د هـــــیـــلو په باغچه مي
بـــــــهــــــــار نه دي راختلي
لا د ســــــوي آرمان ګل مي
چـــــــاتــه نه دي خندیدلي
له زخمي ستوني مي خیژي
لا د مـــیـــنــــــي فــــــریـادونه
پــه ســنـــــــدرو کي مي ناڅي
لا د هـــــڅــــو امـــــــــیـــدونه
لا د ژوند نیمګړي شعرمي
ســـــــرتــــــه نـــــه دي رسولي
لا د درد د مـــیــــــــو جـام مي
پــــــــــــه ســـــــر نه دي اړولي
پــــــه دردونـــو کي مي بریده
پـــــه سوزونو کي مي پریده
کـــــــــه لایـــــق د خوښي نه یم
په غمونو کي کي مي پریده
 زه لا تـــــــږي د اغـــــــــــاز یم
تــــــه مي بولي سر انجام ته
زه لـــــــــه یون سر عادت یم
تـــــه مـــــــــي هڅوي آرام ته
زه څـــــپـــه د ویښه دریاب یم
ته مي وړي د خوب ساحل ته
زه لا ده کــــي رویــــــږدي نه یم
تـــــه مــــــي لـــیږي هغه بل ته
یــــــو ه بـــلـــه شپه مي پریده
نــــن د تـــــګ پــه تلوار نه یم
تـــــر ســـهــــار پـــاتــــي کیږم
یـــاره تـــلـــو تــــه تــیـار نه یم
مسا فرې ورځېبشپړ شعر ولولئ

مسا فرې ورځې

صديق کاوون توفاني

زړه یــــــــــــې لــــــــولــــــــمــــــــه خـــبــــرې پـــکـــې ګـــورم

د خــــــــــوږې مـــــیــــنــــې سنـــــــــدرې پــــــکــــې ګــــورم

د مـــــــــخ ښـــــــــار یـــــــې رانــــــــه مــــه سپمــــوه وخـــتــه

دوه حــــــسیــــنـــې جـــــــــادوګــــــرې پــــکـــــې ګـــــــــورم

چَــــــــــــلـــــــــه راغـــــــلـــــه ستــــا د ستــــرګــو سمندر کې

ورکــــــــــــوزېـــــــــــــږم مـــــــــرغــــــلـــــــــرې پـــکـې ګورم

ټـــــــــــولـــــــې یــــــــــو رنــــګ دي دمــیــنې په هیواد کې

مســــــــلـــمـــانـــې کــــــــه کــــــــا فــــرې پـــکــــې ګــــــورم

پـــــه ســـــــــروګـــــلـــــــودې غــــــــره نـــــه شـــــــې ملـــیاره

د بــــــلـــبــــل زخــــــمـــي وزرې پــــــــکــــې ګــــــــــــــــــورم

ســــــــــر ګــــــــــردانــــــــه لـــــټــــــــوم دژونــــدون دښـــتـــه

یـــــــــوڅـــــــــــو ورځــــــــــــې مـــــــســــــــافـرې پکې ګورم

منصوره مینهبشپړ شعر ولولئ

منصوره مینه

صديق کاوون توفاني

بـــــلـــــــې لـــمـــبــــې دې لــــــــــــه رخــــــســــاره وځــــــــــي

دود مــــــــې د زړه لـــــــــه ســـــــــوي ښــــــــــاره وځــــــــــــي

ډیـــــــــــوې د ســــــتــــــرګـــــــو راتـــــــــــه ولـــــــــــګـــــــــو

شــــــــــپــــــــه مــــــــې د ستــــــورو لـــــه مــــداره وځــــــــي

مـــــنــــصــــــوره مــــیــــنــــه مـــې زنـــــګـــیـــــــږي پـــکــې

دعــــــــشـــــــــــق جـــــــــلــــــــوه ځــــکــــه لـــــه داره وځـــــي

زه یـــــــــم چــــــــې ســــــــوز مـــــــــې ســـریــــــنــــــده ژړوي

زمـــــــــــا نــــــــغـــــمــــــــه ده چــــــــې لــــــه تــــاره وځـــــــي

زه لــــــــــــه اولــــــــــــه، لــــــــــــــه ازلـــــــــــــه، زه یـــــــــــــم

شــــــــــورمــــــــې لـــــــه مــــستــــه لــــه هــــوښیـــاره وځي

کــــــــــــلــــــــــه اغــــــــــــزی، کـــــــلــــــــــه اروا د ګـــــــــــلـو

درنــــــــــــګ قــــــیــــــــامــــــــت مـــــــې لــــه بـــهــاره وځي

ماڼۍ که جونګړه ؟بشپړ شعر ولولئ

ماڼۍ که جونګړه ؟

صديق کاوون توفاني

نوره دې نه یادوم  ،

نور دې دکور له مخې نه تیریږم

نور دې  کوڅه  په اوښکو نه وینځمه 

نوردې  دکلي  دچنار په ډډه نوم مه لیکم ،

نور دې دپله خاوري  په سترګو  باندې نه موښمه

اونور دې لاره دګودر نه څارم .

*     *       *

آرمان، آرمان هغه خوږي د انتظار شېبې مې،

چې ستا د زلفو په دار و ځړیدې.

آرمان، آرمان د هیلو تاندې نا زنینې غوټۍ

چې ستا د مینې په اور وسوزېدې.

آرمان، آرمان هغه د کلي د سنځلو ګلان

چې د نا پایه پسرلي په سهارونو کې مې

ستا د راتلو په لاره وغوړول.

اوله رنګینو امیدونو نه مې،

تا ته د زړه په سر ماڼۍ جوړه کړه،

خو ته یوازې د یوې شېبې، یوازې د یوې،

                                           لنډې شېبې له پاره

زما د هیلو رنګینه ما ڼۍ ته ننوتې ،

بیا دې په سرو منګلو ،

زما د زړه په وینو،

زما د هیلو د ما ڼۍ په دیواله ولیکل،

چې دا جونګړه خو زما د اوسېدلو نده

او بیا د تل له پاره،

زما د زړه له کوره ووتلې.

 *     *       *

نوره دې نه یادوم،

نور دې د کور له مخې نه تېرېږم ،

نور دې کوڅه په اوښکو نه وینځمه ،

نور دې د کلي د چنار ،

                     په ډډه،

                                 نوم،

                                           نه لیکم.

کابل ۱۳ ۷۰/۴/۱۹