افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
نیمګړي شعـر
یو بله شـــپـــــه مـــي پریده
یار تــــلــــو تـــــه تیار نه یم
اوږده لاره مـــي ده مخ کي
دریــــــدو تــــه وزګار نه یم
لامي زړه له عشقه ډک دي
لامــــــي سر یاغي له شوره
لامـــــــــــــي سأ دمیني تږي
لامـــــــــي وینه سره له اوره
لامــي سترګي مړي نه دي
د ښـــــــګـــــــلا له تما شا نه
لامي شونډي ستړي نه دي
د ګــــــــــــلـــــــمـخو له ثنا نه
لا د هـــــیـــلو په باغچه مي
بـــــــهــــــــار نه دي راختلي
لا د ســــــوي آرمان ګل مي
چـــــــاتــه نه دي خندیدلي
له زخمي ستوني مي خیژي
لا د مـــیـــنــــــي فــــــریـادونه
پــه ســنـــــــدرو کي مي ناڅي
لا د هـــــڅــــو امـــــــــیـــدونه
لا د ژوند نیمګړي شعرمي
ســـــــرتــــــه نـــــه دي رسولي
لا د درد د مـــیــــــــو جـام مي
پــــــــــــه ســـــــر نه دي اړولي
پــــــه دردونـــو کي مي بریده
پـــــه سوزونو کي مي پریده
کـــــــــه لایـــــق د خوښي نه یم
په غمونو کي کي مي پریده
زه لا تـــــــږي د اغـــــــــــاز یم
تــــــه مي بولي سر انجام ته
زه لـــــــــه یون سر عادت یم
تـــــه مـــــــــي هڅوي آرام ته
زه څـــــپـــه د ویښه دریاب یم
ته مي وړي د خوب ساحل ته
زه لا ده کــــي رویــــــږدي نه یم
تـــــه مــــــي لـــیږي هغه بل ته
یــــــو ه بـــلـــه شپه مي پریده
نــــن د تـــــګ پــه تلوار نه یم
تـــــر ســـهــــار پـــاتــــي کیږم
یـــاره تـــلـــو تــــه تــیـار نه یم