پښتو ادب · شاعران
پوهاند مجاور احمد زيار
د پوهاند مجاور احمد زيار پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
د شاعر پېژندنه او ادبي اثار
پوهاند دوكتور مجاور احمد زيار 68 كاله وړاندې د ننګرهار د مزينې رود په حصارك كې د ژوند پرمخ سترګې پرانيستې . لومړنىښوونځی يې په خپل كلي او كامه كې په خوارۍ او مزدورۍ سرته رسولى . تر څلور كلنو ديني او ادبي زده كړو وروسته يې د كابل په شپېنيو منځنيو او دويمنيو ښوونځيو " ابن سينا او دارالمعلمين " كې د زده كړو چانس لاسته راوړى دى .
پر 1962 زيږدي كال يې د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو له پوهنځي څخه بريليك ترلاسه كړى دى . د دغه پوهنڅي د پښتو او ژبپوهنې د څانګو د پوهنيز - څېړنيز غړي په توګه يې څلور كاله د افغانستان د ژبپوهنې د اتلس رغاونې د پروژې له مخې د پښتو او يوشمېر نورو لږه كيو ژبو څه له پاسه سل ګړدوده (لهجې) د هېواد له ګوټ ګوټه راټولې كړې او څېړلې دي .
له 1966 تر 1972 ز. يې د هغه بورس له مخې چې د نوموړې پروژې د يوه ډېر كاري برخوال په توګه ورته په برخه شوى وو، د سويس له برن پوهنتون څخه په ټوليزه او آرياني ژبپوهنه ، ادبپوهنه او توكمپوهنه ( اتنالوجۍ ) كې د ماسترۍ او ډاكترۍ لوړترين بريليكونه ترلاسه كړي دي . له هغه راهيسې يې د كابل پوهنتون د اړوند پوهنځي د پښتو ژبې او ادب ښوونه پرمخ وړې ده .
له 1984 – 1986 ز. يې د برلين د هومبولت پوهنتون د ختيځپوهنې په څانګه كې د مېلمه استاد په توګه د افغانستانپوهنې د ښوونې چارې سرته رسولې او دوه كاله ( 1994 – 1996 ز. ) يې د پېښور پوهنتون د پښتو ماستري او ډاكتري څانگې د Visiting Professor په توګه دنده پرځاى كړې او راوروسته يې د كورني پيوستون Family Reunion پر بنسټ د انګليستان په پوهنتوني ښار "اكسفورډ" كې د مېشتيا رښته په برخه شوې ده .
څېرمه چارې او دندې
1972 – 1975 : د ژبو او ادبياتو پوهنځي د وږمې مهالنۍ او نورو پښتو خپرونو چلونه .
1978 – 1979 : د افغانستان د علومو اكادېمۍ د پښتو څېړنو د نړيوال مركز مشري .
1980 : د ملي موزيم او ملي ارشيف د بيا رغاونې د كمېسيون غړيتوب .
1980 : د افغانستان د سولې ، پيوستون او دوستۍ د سازمان مشري .
1980 – 1984 : د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي مشري .
له 1991 راهيسې د علامه سيد جمال الدين افغان د فرهنګي ټولنې مشري .
علمي او ادبي هستونې
1 - علمي - څېړنې : پښتو نومتړنګونه يا اسمي تركيبات ( الماني ) ، پښتو پښويه ، پښتو ويي پوهنه ، پښتو ليكلار ، پښتو شعر څنګه جوړېږي ؟ پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼا كې ، پټه خزانه يوه لغوي خزانه ، پښتو سيندګى ( هممانيزونه ) ، پښتو سيندګى ( نويزونه ) ، انګرېزي - پښتو سيندګى ( سربلونه + اوستربلونه ) ، د خوشال ادبي پښتو ، د يوې کره پښتو ليکلارې لارښود، د ژبپوهنې بنسټونه ، غږپوهه او د پښتو پښويي (ګرامر) ، درېيمه بشپړه او کره پوهنتوني (اکادميکه) خپرونه .
2 - ژباړې : پښتانه او ورونه مليتونه ، د كنېشكا د سره كوتل ډبرليك ( له الماني ) ، پټه خزانه (پرالماني) .
3 – ادبي ( پېيلې او ناپېيلې ) ټولګې : زنداني نغمې، سوزونه او سازونه ، وينه او مينه، ګلكڅونه، ګلولې ، اندوژوند ، اندو واند ، رزم وبزم ، پوهه او ګروهه ، د سبرونو نڅا ، ګلوييونه ، څڅواكي ، زما نړۍ ، د مرجانونو څانګې ، نوې پېړۍ او نوې زرۍ ، اور و وينې ، ساندې او سندرې ، مينه د زړه په وينه ( ناول ) او ناپيگيليگ ( نثري تولكگه ) .
د دغو چاپي اثارو ترڅنګه د پښتو او نورو افغاني ژبو څه له پاسه سل ټوكه ګړدودي څېړنو او نورو ګڼو ناچاپه ليكنو څېړنو او بيا تر هېواد دننه او د باندې په پښتو، پارسۍ، المانۍ او انګرېزۍ څه له پاسه دوه نيم زرو علمي، ادبي او ژورنالېستيكي خپرو شوو ليكنو، ژباړنو او ويناوو ، پوهاند زيار د هېواد او سيمې په كچه تر علامه حبيبي راوروسته د لوړترين ليكوالي ريكارډأ څښتن كړى دى .
پر دغو ټولو علمي - فرهنګي هلو ځلو سربېره د افغان - پښتني ټولنې دغه هڅاند او نوښتګر پوهاند او ليكوال دا څه له پاسه دېرش كاله د " يوې - كره ليكنۍ پښتو " او " نوي - ازاد پښتو شعر " غبرګ غورځنګونه هم له سترو بريو او برياوو سره پرمخ وړي او له دغه پلوه يې هم د خپلې ژبې او ادب د نړيوالې سيالۍ د جوګه كېدو لپاره يوه بېسارې اغېزمنه ونډه پرځاى كړې ده .
شعرونه
34 خپاره شوي شعرونه
اميرالجاهلينبشپړ شعر ولولئ
اميرالجاهلين
پوهاند مجاور احمد زيار
اميرالجاهلين
ملاعمر
د دندې له مخې
اميرالجاهلين وو
خو،
عربي او پاکستاني سلاکارو
له حضرت عمر(ص) سره
د همنامۍ په پلمه
اميرالمومنين
ونوماوه.
٣٠ـ٦ـ٢٠٠٥
توپيربشپړ شعر ولولئ
توپير
پوهاند مجاور احمد زيار
توپير
دچڼچڼې چې غول راشي،
ځاله پرېږدي،پرهواشي...
لټ غويی پروت په غوشيړکې،
ځای پرځای پکې خوساشي!
بېرخمبخت (هالينډ)،
٣١ـ٨ـ٢٠٠٥
سپېڅلې، که ناولې؟بشپړ شعر ولولئ
سپېڅلې، که ناولې؟
پوهاند مجاور احمد زيار
سپېڅلې، که ناولې؟
د بنسټپالو
ترهګري اوتروښګري
سپېڅلې نه،
بلکې ترټولو
ناولې جنګ جګړه ده .
٢٩ـ٦ـ٢٠٠٥
په لکړه او په ککړهبشپړ شعر ولولئ
په لکړه او په ککړه
پوهاند مجاور احمد زيار
په لکړه او په ککړه
وګړي پر درو ډلو وېشنه مومي:
ذهني ډله،
لکه د ګبينو مچۍ
خپل او د نورو ژوند ته
خوږلني بښي.
خپلځاني ډله،
لکه مېږي
چې ټوله خواري يې
د خپل ژوند چلند لپاره
ځانګړې کړې ده.
غلنۍ ډله،
لکه غڼې
چې دنورو د ژوند ژواک
د لوټونې لپاره
جالونه غړي!
١٩ـ٨ـ٢٠٠٣
مېړه او مېرمنبشپړ شعر ولولئ
مېړه او مېرمن
پوهاند مجاور احمد زيار
مېړه او مېرمن
مېړه او مېرمن سره
يوله بله
هم بشپړوي
او هم شپېلوي.
٢٨ـ٤ـ٢٠٠٣
د تمکو سکروټهبشپړ شعر ولولئ
د تمکو سکروټه
پوهاند مجاور احمد زيار
د تمکو سکروټه
چې تاب نه لري د چا د ګرمو شونډو،
څنګه اور ناخلي ستا شونډې له سګرټه...
د ښايست سپرلی به ټول درسپېلنی کا،
څو پوکې د تمکو دا سره سکروټه!
لندن،٦ـ٢ـ٢٠٠٣
غوره قانونبشپړ شعر ولولئ
غوره قانون
پوهاند مجاور احمد زيار
غوره قانون
غوره قانون هغه دی
چې دپاټکير اوډون پر ځای
ټولمنلي ټولنيزاوډون ته
ارزښت ورکړي.
٥ـ١١ـ٢٠٠٢
ګران او نا ګران مېلمهبشپړ شعر ولولئ
ګران او نا ګران مېلمه
پوهاند مجاور احمد زيار
ګران او نا ګران مېلمه
ډ ېر ګران مېلمه هغه دی
چې کور به يې
په راتلو خوشاله شي
او په بيرته تلو
خواشينی شي.
لږ ګران مېلمه هغه دی
چې کوربه يې
هم په راتلو خوشاله شي
او هم په بيرته تلو...
او
کرد سره نا ګران هغه نابللی مېلمه دی
چې کور به يې
په راتلو خواشينی شي
او په بيرته تلو خوشاله!
١١ـ٩ـ٢٠٠٣
د پېړۍ ترانېبشپړ شعر ولولئ
د پېړۍ ترانې
پوهاند مجاور احمد زيار
دپېړۍ ترانې
دخونړيوتوروشپوپه زړه کې
ماسرې بوللې دمهال بوللې..
سرې سکروټينې ترانې دپېړۍ،
دوينې وينې چاپېريال بوللې!
ډنمارک،٥ـ١٠ـ٢٠٠٠
طالبانبشپړ شعر ولولئ
طالبان
پوهاند مجاور احمد زيار
طالبان
ترڅوچې
طالبان په افغاني کچه
ناګڼلي وي،
ترهغې به
په جهاني کچه هم
نتلي اورټلي وي.
المان،١٨ـ١١ـ٢٠٠٠