د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

ملنک جان

د ملنک جان پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

د شاعر پېژندنه او ادبي اثار

د اوراښاد ملنگ جان ژوند لیک

ملنګ جان پر١٢٩٣لمريز كال  د ننګرهار دبهسودو  په چميار كلي كي وزيږيد٠    

پلار يي  ملك عبدالشكور  نومېد٠چي په دري كلنۍكي تري يتيم  پاتي شو٠اوپوله پټي يي هم  دناوړو   دودونواوتربګنيو له کبله له لاسه ورکړ٠

.اصلي نوم يي محمدآمين وه وروسته آمين جان اوپه پاىکي هم ملنګ جان شو

په پنځلس كلنۍ كې دخواري مزدورۍ لپاره له خپلي كورنۍ سره دكامۍ ولسوالي دار بنګ کلي ته كډه وکړه٠

اوهلته يې دشعر ژبه ويانده شوه اوملنګ جان په نامه يې په خوږو نغمو پيل وکړ٠

شپږ مياشتې وروسته له کامې څخه بيرته خپل پلرني کلي ته راستون شو٠

بيا يې دجلا ل اباد په امنيه اوکونړ په لويه ولسوالي کې خپله دوه نيم کلنه سرتيري سرته ورسوله بياپه خپل کلي کې په مزدورۍ اوکرګرۍ بوخت شو٠دشلموپه سرکې يې لومړۍ ترانه په اتحاد مشرقي ننګرهار داهغه مهال وچې شعرونه اونغمې ېې نوري دسندرغاړوخولوته رسيدلی وې اودپوره نوم خاوندشوی وه٠

پر١٣٢٤کال د سردارمحمد داود له خواوبامل شواوپر١٣٢٩کال ورته دسردارشاه محمود دصدرعظم له خو ادکال شپږسوه افغانۍمستري معاش و ټاکل شو٠

پر١٣٣٢کال يې کابل ته راغوښت او په کابل  راديوکې دپښتو موسيقۍ منتظم وټاکل شو٠

ده اوڅلورتنوشاګردانو ته دقبايلو په رياست کې ځای ورکړشو او دژوند ترپايه يې همدا دنده پر مخ يوړه 

چي په ترڅ کې يې ورسره دپښتونستان  ديوساعته پروګرام لپاره هم سندري جوړولې٠

د١٣٣٤کال په ورستۍ نيمايې کې د ځينو ستونزو له کبله وزګارکړشو او دا چې پښتو ټولنې دافتخاري غړي په تګه منلی و نو خپل پوره معاش يې ورکاوه پر١٣٢٨ کال ورته سردار محمد داود صدرا عظم د ليک  لوست لپاره  يو ښونکی و ګوماره او له هغه  څخه يې په شپږو ورځو کې دومره څه زده کړل٠

چې نور يې خپل شعرونه پخپله ليکلای او لوستلای شول دمخه له قران شريف پرته کومه زده کړه یې نه وه کړې او هر شعر په يې خپل سندرغاړي شاګرد ته په يادو ورزده  کاوه٠

له بده دمرغه مرګ دغه خوږ ژبی اولسي شاعر نور پر پښتني او افغاني ټولنې ونه لوراوه  اود  ١٣٣٦کال لړم پرلسمه چې کله له کابله ننګرهار ته له خپل ېې کورنۍ سره ته٠د( لته بند ) په کږلېچونو کې پرې ګاډی واوښت  اوله خپل يوازيني درې کلن زوي دواجان سره دمرګ ګورنډي ته وغورځېد جنازه يې ننګرهار ته ولېږدول شوه اود چميار کلي په پلرنۍ هديره کې په ډيردرناوي خاورو ته وسپارل شوپر مړينه يې ډيرې اوښکې توي ېې شوي او ويرنې وويل شوې٠

افغانستان رادېو يو ځانګری پروګرام خپور کړ او په هغه کې د سردارمحمد داود پيغام او پښتو او دري خوا خوږۍ او وېرنې وړاندې شو٠

چې  وروسته هغه ديوه غونډ په بڼه چاپ او خپور شو پر افغاني ټوليزو رسنيو سر بېره پرې د پښتونستان اخبارونو هم خپرونې وکړې او  دپاچاخان په کډون ډېرو پښتونستاني مشرانو د خواخوږۍ پيغامونه راوا ستول پر هغه ډير ليک باندې چې پر  ١٣٣٩کال دپښتو ټولنې له خوا دارواښاد ملنګ جان پر ارام ځای ولګول شو داسې کښل شوي دي٠

دفقيرملنګ جان دغومردبخت بس دي

چي آزاد دي،په آزادوطن کي ګوروي

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

37 خپاره شوي شعرونه

د ازادۍ قيمتبشپړ شعر ولولئ

د ازادۍ قيمت

ملنک جان



د ازادۍ قيمت


پتنګ د
بلې شمعې ياردی
بلبل
دګلو خريدار دی

دليلی دوه سترګې مجنون
پيژني
 د آزادی
قيمت پښتون پيژني

پتنګ خو
مينه په ګلزار نه
لري
بلبل د
شمعې سره کار نه لري
پښتانه
ټيټ چاته کتلی
نشي


 
دچااثرلاندې کيدلی نشي
پښتانه
ټينګ عزم او همت
لري 
 پخپل ناموس باندې غيرت
لري
لکه زمري
په ځای د ننګ
دريږي
په ځای د
ننګ په وينورنګ دريږي
پښتانه
بيرته په شاتلل نه
کوي
که سريې غوڅ شي دروغ
وييل نه کوي
نه دې
چازرنه يې پيسو ته
ګوري
زوۍ د پښتون دپلار
پښتو ته ګوري
پښتون د
بدو نه
بيزاردۍ
 پتنګ د بلې
شمعې يار دی
پيسه په
ښه سترګه قارون
پېژني 
دې ازادۍ قيمت
پښتون پېژني
 


پښتانه
لوړدي لوړکارونه
کوي
تل پيروي دوی دې
نيکونو کوي
نه په
پيسو چاته
اورميږنرموي


 
نه دې خپل
ګورمړي په ګورشرموي
نه سپک
حالت نه بيباکي
خوښوي
تل ازادي او خپلواکي
خوښوي
دچادلاس
لاندې ژوندون نه
کوي
داسې
ژوندون زوۍدې پښتون نه
کوي
له خپله
حقه تيريدلۍ
نشي
دغلامۍ نوم قبلولی نشي
اوس
پوهيدلی دۍ پوهيږي
پښتون
 دچاپه مکرنه
غوليږي پښتون
پښتون دې
توري
طرفداردی 
پتنګ دې بلې
شمعې يار دی
نه د بل
چارسم وقانون
پيژني
دازادۍ
قيمت پښتون پېژني

دې پښتون
خټه دې غيرت ځنې
ده
ډکه له ننګ
اوشجاعت ځنې ده
پښتانه
چاته خپل بدل نه
پريږدي
ځان دې
دنيا مخکې خجل نه پريږدي
دې زهرو
ګوټ څوک هضمولی
نشي
حق
دې پښتون څوک ستنولی نشي
په خپل
وطن پښتانه سر
ورکوي 
 دې صورت غوښې
په سنګر ورکوي
دې جنګ په
لوبه ازموده دۍ
پښتون
نه کوي څنګ
باتجربه دۍ پښتون
زموږ پلرونه دا اساس پاتې
دی
 توره او سپر موږته په
لاس پاتې دی
هريوپښتون
دې بل نه
جاردي
پتنګ دې بلې شمعې
ياردۍ
يو اتفاق
اويوتړون
پيژني
دې ازادۍ
قيمت پښتون پيژني

الهي ته
شې نګهبان دې
پښتون
 نکړې زوال نوم اونښان دې
پښتون
همه دې
علم خاوندان کړې
ربه
په خپل کرم
يې عالمان کړې ربه
ګوندې
نفاق نه په امان کړې
پښتون 
دې اتفاق په لورروان کړې
پښتون


څوک چې
پښتون په بده سترګه
ګوري
 دې
بدۍ مخ دې شي دې ده په
لورې


زه ملنګ
جان يم پروا نه دې
وطن
 سرمې دی
ايښۍ نذرانه دې وطن
خدايه
لوګی مې کړې په لاردې
وطن
 چې
عاشقانو کې شم شمار دې
وطن
ډک مې له
درده داګفتاردی
 پتنګ
دې بلې شمعې يار دی


دې مريض نبض افلاطون
پيژني
 دې
ازادۍ قيمت پښتون پيژني
 

د چشمانو مېبشپړ شعر ولولئ

د چشمانو مې

ملنک جان


د چشمانو مې
...


د چشمانو مې
بهيږي نن خوناب
چې مې حال د زمانې وليد خراب


صداقت او ننګ
ناموس دنيا نه ورک شو
هر سړی خوځوي ژبه په کذاب


د ساداتو
سالکانو عزت ورک شو
عزتمن دي چې لري چنګ و رباب


هيڅ صفت به د
عالم چيرې وانه ورې
د پيمخو صفت کيږي بې حساب


شان پوشان د
زمانې ګرځي شړۍ کې
د شړۍ خاوندان اغوندي کمخواب


دا ګردش د
زمانې دی ملنګ جانه
کارغه ناست دی په چګس باز په تراب

د معارف ترانهبشپړ شعر ولولئ

د معارف ترانه

ملنک جان


د معارف ترانه


د انسانانو فضيلت علم و
عرفان دی وروڼو
شرف د ځان دی وروڼو


علم يو کان دی په کانونو
بې بها يې مثال
هر څه چې غواړې فی الحال


پکې موجود پراته اصيل درو
مرجان دي ورڼو
شرف د ځان دی وروڼو


علم يو باغ دی باثمر
تروتازه وی مدام
لري تر عمره دوام


خالق ساتلی له زوال او له
خزان دی وروڼو
شرف د ځان دی وروڼو


پوهه دارو ده د صحت که چا
تری نوش کړ يو جام
هغه به تل وي نيک نام


خو ند د کباب خوند د شراب
ورته حيران دی وروڼو
شرف د ځان دی وروڼو


تعريف د علم نه خلاصيږي که
څوک ستړی کړي ځان
صفت يې ډير دی بی شان


دا څو مثاله نشر کړي ملنګ
جان دي وروڼو
شرف د ځان دی ورونو

هر ګز مه وايهبشپړ شعر ولولئ

هر ګز مه وايه

ملنک جان


هر ګز مه وايه
...


هرګز مه وايه
هر هر ګل ته رامبېل
چې اصيل وي هله جوړ کړه ترې امېل


خوند او بوی
وي د هرې مېوې بېل بېل
په بکياڼی کې خوند نشته دی د هېل


زيړ غوړي خوره
چې بدن دې پرې صحت وي
ته پر ځای د زيړ غوړو مه خوره تور تېل



فرق د سرو او جستو وکړه "ملنګ جانه"
کوټ
بنګال پيروزه مه ګڼه يو خېل

که په حال زمابشپړ شعر ولولئ

که په حال زما

ملنک جان



که په حال زما



که په حال زما خبر تمام
جهان شي
ټول عالم به په فرياد ان
په سوران شي



لکه زه چې داسې زېړ
زبېښلی ګرځم
هر بشر به داسې زېړ لکه
زعفران شي



زه رټلی معشوقو يم نه
رغېږم
که عالم رانه د څيرمې
حکيمان شي



که څوک ما منع کوي د يار
له دره
د ماهي په وچې څه رنګه
ګذران شي



تسلي زما د سوي زړګي دا
ده
يوځل کله به ښکاره د يار
چشمان شي



د يار مخ ته منتظر زه
ملنګ جان يم
چې زما د خوږ زړګي پورې
درمان شي

ما ژړلبشپړ شعر ولولئ

ما ژړل

ملنک جان


ما ژړل


ته د ناز په خوب ويده وې ما
ژړل
ته بې غمه آسوده وې ما ژړل


ستا د مخ او د سپوږمۍ مقابله
وه
ته په مخ ترې آزموده وې ما ژړل


ستا د زلفو خوشبويي چور ليونۍ
کړم
ته په عطرو کې لمده وې ما ژړل


ما درخواست د يوې خولې درځني
وکړ
راته ښکارې آزرده وې ما ژړل


وچ بالښت زما په اوښکو باندې
لوند شو
ته په ناز کې پرورده وې ما ژړل


دا زما ملنګ جان برخه کړيدل دي
ته له نازه پرخنده وې ما ژړل

ملنګ شمبشپړ شعر ولولئ

ملنګ شم

ملنک جان



ملنګ شم



زه چې راواخلمه کچکول او
ستا ملنګ شم
نو هغه ساعت به تېر له
نام و ننګ شم



نام و ننګ به وي هغه ځای
رانه پاتې
په کوم ځای کې چې زه ستا
په تومت رنګ شم



پروا نشته که دنيا راپورې
خاندي
ماشوم نه يم چې نور
وخاندي زه تنګ شم



ستا په عشق کې که ستي شمه
په اور کې
فخر کاندم که زه ياد لکه
پتنګ شم



ما چې عزم ستا د سپين
رخسار دی کړی
وا به  نه وړم که په وينو
کې رنګ رنګ شم



په شا تلل د ميړنيو
بدنامي ده


اوس به زه "ملنګ جان" څه
رنګه په څنګ شم

نه پوهيږم...بشپړ شعر ولولئ

نه پوهيږم...

ملنک جان



نه پوهيږم...



نه پوهيږم چې زه يار يم
که اغيار يم
په عالم کې ليونی يم که
هوښيار يم



که هزار د صداقت بنياد
قايم کړم
په ميدان د نمايش کې
خيانتکار يم



نه د چا ځنی څه غواړم نه
څه وايم
برناحق د يو او بل زير
فشار يم



که څوک ما نيسي په رسم او
رواج کې
زه له عشقه هومره کله
لاوزګار يم



خدای د مينې په رياست کې
ملازم کړم
کار تقدير کړي نو زه څله
ګنهګار يم



د تقدير په رسۍ بند زه
ملنګ جان يم


نه مجنون ، نه لېونی او
نه بادسار يم

نفسونه شولبشپړ شعر ولولئ

نفسونه شول

ملنک جان


نفسونه شول
غالب


نفسونه شول
غالب ددې غمه ژړيږم


بې کاره بې
تعليمه راته پاتې خپل اولاد شو


پښتون غريب
برباد شو


نسونه مخالف
شول خيالونه مختلف شول


د کور بغض او
حسد مونږ لره نه دی مناسب


نفسونه شول
غالب


هر څوک ګټه د
ځان کړي، وطن به څوک اباد کړي


د قوم مينه د
زړونو نه بهر شوه ښه پوهېږم


ددې غمه ژړېږم



ملک صاحب دې
جوړوي، په ګېډه دې دی موړ وي


د خوار او د
غريب پوښتنه نشته څه فساد شو


پښتون غريب
برباد شو


سيد پخپل
سيادت، د ځان غواړي عزت


قسم دې ما ونه
ليد د وطن د خير طالب


نفسونه شول
غالب


څوک ميا او
څوک ملا شول، د کسب نه ټپرا شول


وايي کسب و
کمال څه کړم شکرانو باندې مړېږم


له دې غمه
ژړېږم


نه ننګ شته نه
غيرت، نه خاورې ته خدمت


نن وګوره دنيا
ته هر ملت سر په مراد شو


پښتون غريب
برباد شو


ګوندي او
عداوت، په مونږ کې شو عادت


دوستي او شفقت
په پښتو کې شو غايب


نفسونه شول
غالب


څوک وايي چې
زه خان يم، معروف په کل جهان يم


هستي دولت مې
ډير دی په خدمت باندې شرميږم


له دې غمه
ژړيږم


دا خان نه دی
خاين دی، پخپل ځان چې مين دی


هيڅ غم د وطن
نه خوري چې يو ځل يې نس اباد شو


پښتون غريب
برباد شو


که حق وايم
ويريږم، که نه وايم پړسيږم


د ځينو
کارکنانو کار وي وړ د تعجب


نفسونه شول
غالب


په ځای د
عدالت ، ما وه ليد تجارت


له غمه شم
ترور يو نيم مامور نه چې خبريږم


له دې غمه
ژړيږم


خاونده مونږ
اصلا کړې، دنيا کې سربالا کړې


ډير غله د خپل
کاله دي هر سړی مل د فساد شو


پښتون غريب
برباد شو


پښتونه وروره
واوره، نيکونو نه دا خاوره


ده مونږ ته
سپارل شوې يې غافل په څه سبب


نفسونه شول
غالب


دد خاورې
خدمت، کوی په صداقت


د کور په
ځانځانۍ له باندنو خلکو شرميږم


له دې غمه
ژړيږم


رښتيا رښتيا
به وايم، چې څو په دې دنيا يم


مجبور دی
"ملنګ جان" له ډيره غمه په فرياد شو


پښتون غريب
برباد شو

نن می بيابشپړ شعر ولولئ

نن می بيا

ملنک جان


نن می بيا
زړګۍ...


نن می بيا
زړګۍ نرۍ نرۍ خوږيږي
درد می بيامونده د خيال په نندارتون کې
له افسوسه می چشمان دي په خونيار ګډ
کشکی نه وای د دی دهر په بازار ګډ
محترمو اوريدونکو عزيزانو
عاليقدرو عزتمندو صاحبانو
زه غمجن د څو خبرو ارزومند يم
ازرده نه شی له ما نه زه دردمند يم
عفوه غواړم که وينا کې می تلخي وي
د مريض په سخت ويلو څه ناخوښي وي
زه دردمند يمه د درد سندرې وايم
خو د زړه دردونه اوس تاسی ته ښايم
زمونږ سترګې له غفلته نه غړيږي
نن می بيا زړګۍ نرۍ نرۍ خوږيږي
تاسی وګورۍ دی دنيا او دی جهان ته
دی کوښښ او دی غيرت او دی وجدان ته
خيال لری چې په سپوږمۍ کې وداني کا
پاس له ځمکې په هوا زندګاني کا
موږ تر اوسه لا په خاورو کې توغړيږو
د سودخورو سودخورۍ نه نه خلاصيږو
ډک سيندونه د اوبو راته روان دي
خو ډاګونه د اوبو له کمۍ وران دي
خدای راکړي ښه پاسته پاسته ډاګونه
په لکونو کروړونو جريبونه
افسوس دا چې کمال نشته په پښتون کې
درد می بيامونده د خيال په نندارتون کې
 


پښتانه که ټول
د علم خاوندان شي
او ډاګونه تمامی زمونږ ودان شي
په وطن په زمونږ څه لره کاختي وي
د دانو به په مونږ ولی قيمتي وي
وجه دا ده چې کوښښ او کمال نشته
د ملت په دی خبرو څه خيال نشته
هر سړی د ځان ځانۍ په لار روان دی
د مکتب او د تعليم نه روي ګردان دی
که ځانونه معارف سره اشنا کړو
د عرفان په ماميره سترګې بينا کړو
نه به اوسو په احتياج او انتظار ګډ
کشکی نه وای د دی دهر په بازار ګډ


يو انګريز به
بېسواده پاتې نه وي
په خپل علم به نامراده پاتې نه وي
موږ په سلو کې پنځه نوي اميان يو
تر دريم کلي ميرزا پسې روان يو
يو انګريز به چا نادان ليدلی نه وي
د مکتب نه به ناکام وتلی نه وي
زمونږ وړوکې ډلې ډلې ناکاميږي
ناکامۍ په نوم مکتب نه خارجيږي
که رښتيا وايم پښتو او غيرت نشته
د ناکامو په پلرو کې همت نشته
دا خو مرګ دی چې پښتون زوی ناکاميږي
نن مې بيا زړګۍ نرۍ نرۍ خوږيږي
تمدن اول له بلخه شروع شوی
جهان پوه نه ؤ له موږ ځنې پوه شوی
موږ نه وروسته خلګ مخکې عالمان شول
شاګردان د استاذانو استاذان شول
څلور سوه کاله مخکې زما ګرانه
امريکا ده کشف شوی واوره ما نه
نن يې فکر اسمانونو ته ختلی
تر مريخ او عطارده رسيدلی
هۍ افسوس افسوس زموږ په پښتونواله
نن تعليم له چې موږ درومو امريکا له
يو عالم نه شو پيدا قوم د پښتون کې
درد مې بيا مونده د خيال په نندارتون کې
 


که يو ټوکۍ د
خارج نه نوی راشي
اخيستو ته يې زمونږه ميل پيدا شي
دا خو نشته چې پخپله يې ځانته جوړ کړو
په قوت د خپل زحمت سره ځان موړ کړو
خپل مالوچ او وړۍ موږ ليږو جهان ته
پاو په دوه يا درې خرڅيږي ځي جاپان ته
ګز په سل او په نوي يې بيا اخلو
د بزاز په دکان وار نه وي پرې نښلو
څه پيسې موږ نه په چای او په سګريټ ځي
د کال ګټه مو خارج ته په منټ ځي
له ناکامه يم په شور او په چغهار ګډ
کشکی نه وای د دی دهر په بازار ګډ


ښه کانونه په
وطن کې خدای راکړي
مګر موږ د بې علمۍ سيلاب يو وړي
د پترو لوښي چيني لرو کاله کې
دروغ نه وايم د ملک په هره ناله کې
علم پوهه زموږ نشته چې يې د ځان کړو


خپل ځانونه د
هستيو خاوندان کړي


د خارج تيلو
نه کار اخلو تر کومه


نه شرميږمه نه
په دې خبره مرمه


څو به شميرمه
هر شی واړه قياس کړی


خدای د پاره د
نفاق نه پورته لاس کړی


په نفاق کې
عاقبت سړی سپکيږي


نن مې بيا
زړګۍ نرۍ نرۍ خوږيږي


نور عالم کې
رائ ګيري چې چرته کيږي


يو ريس يا يو
واکمن چې غوره کيږي


تر څليرويشتو
ساعت کار يې تمام وي


په يو تن به
قناعت د تمام قام وي


موږ که نيسو
يو وکيل ملي شورا ته


ته به ماته
غاړه نږدې زه به تاته


تر پنځو
مياشتو جګړه مو نه پرې کيږي


په ګوندۍ سره
پسونه حلاليږي


چې زمونږ د
بارسوخو دا روزګار وي


نور د عامو
ځنې څه ګيله پکار ده


له دی غمه اوړ
مې بل شي په لړمون کې


درد مې بيا
مونده د خيال په نندارتون کې


ای پښتونه!
ورشه کينه سينما ته


چې وضيعت د
نور عالم شي ښکاره تاته


نورو خلکو له
کارو نه ځان خبر کړه


بيا دی خپل
موجوده حال ؤ ته نظر کړه


په دنيا کې
هسې رنګه ډاکټران دي


په هر فن کې
دوی غښتلي ماهران دي


خو زموږ ماته
باجه دوګړه رباب دی


هغه هم کله
موقوف کله ازاد دی


خان، ملک ما
ته غم کې د رشوت دی


شيخ صاحب مې
راته وايي جوړ قيامت دی


ومې نه ليد په
خدمت کې خدمتګار ګډ


کشکی نه وای د
دی دهر په بازار ګډ


که څه نه وايم
له درده ټول پړسيږم


که څه وايم
خدای شته دی چې ويريږم


دا زموږ د
پښتنو ځينې خانان دي


شپه او ورځې د
پيمخو ملنګان دي


کله لکه
تمانچه ورته تر څنګ کا


دا لا بله په
خپل ځان پورې ريشخند کا


نو د هغه خان
به څه د خانۍ خوند وي


چې په مينه د
پيمخو کې دئ بند وي


دی عمل او دې
کارو ته چې نظر کړم


څه اميد به له
غيرت او زور و زر کړم


په قسمت کې چې
څه وي هغه رسيږي


نن مې بيا
زړګۍ نرۍ نرۍ خوږيږي


بيا د ځينو
حاکمانو به څه وايم


خپه نه يم خير
دی زه ترينه رضا يم


په شنو لښتو
يې تمام کنډوکپر يم


پاکه خدايه زه
انسان يم که ډنګر يم


حاضرينو نه
حياء راضي شرميږم


عفوه غواړم په
همدې ځای به يې پريږدم


په اخلاص سره
لاسونه کړئ راپورته


په زارۍ او
استغفار شی د خدای لور ته


خدايه ته مو د
حسد تبه سړه کړې


ددې وږو خلکو
ته ګيډه مړه کړې


د تيارې  د
جهالت نه مو بيرون کې


درد مې بيا
مونده د خيال په نندارتون کې


د نفاق مکروب
مو ووژنې رګو کې


خدايه ته پخپل
کرم سره موږ يو کې


پښتانه د
کارخانو ټول خاوندان کړې


شاګردان مې د
مکتب ټول استاذان کړې


افغاني ساخت
ماشينونه راښکاره کړې


ټول جهان مې د
کمال په ننداره کړې


الهي ستا د
حبيب له برکته
د پښتون جنډه دنيا ته نه کړې ښکته
غمزده د زمانې زه ملنګ جان يم
ترقي د پښتنو ته په ارمان يم


درويزګر يم په
هر در په هر ديار ګډ


کشکې نه وای د
دې دهر په بازار ګډ