پښتو ادب · شاعران
ګل پاچا الفت
د ګل پاچا الفت پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
د شاعر پېژندنه او ادبي اثار
ارواښاد ګل پاچا الفت د پښتو ژبې لوى شاعر او پياوړى ليكوال، د خداى بخښلى مير سيد پاچا ځوى دى، چه په ۱۲۸۸ هجري ش. كال، دافغانستان د لغمان ولايت د قرغيو ولسوالى د عزيز خان په كڅ كې زيږېدلى دى. خداى بخښلى الفت صاحب د هغه وخت د تعليمي رسم سره سم د ديني او عربي علومو مروجه تعليم د جومات نه پيل كړ، او د هغه خاصې ذكاوت او استعداد له بركته چه خداى(ج) وركړى ؤ، په ډير لږ وخت كې د صرف او نحو، فقه، منطق، فلسفه، حديث او تفسير كتابونه د هغه وخت له مشهورو استادانو څخه وويلې. دديني متداوله علومو د پاى ته رسولو او شخصي مطالعونه وروسته، الفت صاحب په ۱۳۱۴ هجري ش. كال كې د انيس د ملي ورځپاڼې په دفتركې د كاتب په حيث مقررشو او تقريباً ۳۴ كاله د دولت د رسمي مامور او د شورا د وكيل په توګه په خدمت بوخت ؤ.
د الفت صاحب وروستى رسمي ماموريت د ډاكټر محمد يوسف په كابينه كې په كال ۱۳۴۳ هجري ش.د قبائلو مستقل رياست ؤ. الفت صاحب د رسمي ماموريت په څنګ كې د كابل په پوهنتون كې د پښتو ژبې استاد هم ؤ.
په كال ۱۳۲۸ هجري ش.د شورا په اوومه دوره كې، الفت صاحب د ننګرهار د خلكو لخوا د وكيل په حيث انتخاب او په شورا كې د دويم معين په توګه و ټاكل شو. په كال ۱۳۳۱ د شورا په اتمه دوره كې الفت صاحب د لغمان د قرغيو ولسوالي د خلكو لخوا وكيل انتخاب شو. د شورا په دولسمه دوره كې بيا دننګرهار د وكيل په حيث انتخاب شو. د ۱۳۳۴ هجري ش. كال په لويه جرګه كې هم، مرحوم الفت صاحب د ننګرهار د خلكو وكيل ؤ.
الفت صاحب نه يواځې د خاص ذكاوت او استعداد خاوند ؤ، بلكه دليكوالى د خاص قدرت او شعري روانې قريحې څښتن هم ؤ. الفت صاحب په رسمي ماموريت سربيره، ديني، اجتماعي، سياسي، او انتقادي شعرونه او مضامين وليكل او كتابونه او علمي رسالې تاليف كړ، چه ځينې تا ليفات يې مطبوعاتي جوائز هم ګټلي.دي.
دا د پښتو ژبې شاعر او ليكوال په دري ژبه هم شعرونه اومضامين ليكلي چه له بده مرغه ددوى دري اشعار اوس په لاس كښې ندي. د ارواښاد الفت صاحب تاليفات د نظم، نثر او ترجمې پنځويشت كتابونو ته رسيږي، چه ځينې كتابونه يې تر اوسه ندي چاپ شوي. د استاد الفت آثار په خواشينى سره تر اوسه په بهرنيو ژبو هم ترجمه شوي ندي.
الفت صاحب يو متواضع، حليم، خاموش او لږ ويونكى سړى ؤ. بې ضرورته خبرې يې نه كولې او تل به يې د بل خبروته غوږ ايښود، ډيره ظريفه طبع يې لرله او په ټوقو كښې يې هم ادبي نكات پراته ؤ.
دمرحوم الفت صاحب په شخصيت، شاعرۍ او ليكوالۍ،د دوى دوستانو، شاعرانو او ليكوالو ډير په زړه پورې مطالب ليكلي دي ، اما د الفت صاحب د معرفي او پيژندلو لپاره ښه او يواځينى وسيله د دوى خپل آثار دي.
الفت صاحب په ليكوالۍ او شاعرۍ كښې د يو خاص سبك خلاق ؤ. دده دنثرونو او شعرونو لوى خصوصيت سادګي او رواني ده، چه دا خاصيت ددوى ليكنې او اشعار د نورو شاعرانو او ليكوالو د شعر او نثر نه بيلوي. دالفت شعرونه او نثرونه فصاحت او بلاغت لري او خاص او عام بې تكليفه په مطلب پوهيږي او هر څوك د خپل ذوق په اندازه خوند ورنه اخلي.
الفت صاحب په خپل ساده او روان شعرونو او نثرونو، لوستونكي د ژوند هغو حقايقو ته متوجه كوي، كوم چه دمخه تر دې څوك ورته ندي متوجه شوي.
د ارواښاد الفت شخصيت اود ژوند طريقه د هغوى د پوهې او علميت ښكارندوى ؤ. په ظاهر او باطن كښې يې فرق نه ؤ. الفت صاحب د عمل سړى او د انساني او اسلامي اخلاقو نمونه او مثال ؤ.
د مرحوم الفت صاحب دشعرونو اوليكنو زياته برخه، اجتماعى او سياسي انتقادونه او د ټولنې د نيمګړتياوود سمون په لور دعوت دى.د مسكينانو، بيوزلو او يتيمانو سره همدردي هم د الفت صاحب په شعرونو كښې ډير زيات دى. اسلامي جهاد د الفت صاحب په ليكنو كې لوى ځاى لري او ديني او مذهبي اشعار يې په قرآن او نبوي احاديثو متكي دي.
ارواښاد الفت د رسمي ماموريت، شاعري او ليكوالي تر څنګ په سياست كښې هم فعال ؤ.په كال ۱۳۳۰ هجري ش. كښې د ولس ملي جريده تاسيس او د ۱۳۳۲ كال تر پايه ددغه جريدې د امتياز خاوندؤ.
د ولس ملي جريده د لوستونكو د شمير له مخې د هغه وخت د ډيرو لويو آزادو ملي جرايدو څخه ګڼل كيده. الفت صاحب دخپل خدمت په وخت كښې د خوشحال خان ادبي جائزه او د ابوعلى سينا علمي جائزه لاس ته راوړى او دمعارف دويمه او د ستورى دريمه درجه نښانونو او ددويمې تقدير نامې په اخستلو هم بريالى شويدى.
د الفت صاحب ډير وخت په مطالعه او ليكلو تيريده. الفت د خپل ژوند په آخرو وختونوكښې(د محمد داؤد خان د جمهوريت په وخت كښې) د افغانستان د سياسي او اجتماعي وضعې نه ډير زيات كړيده او د هغه وخت د نا مناسبې وضعې د اصلاح د پاره ډير كوښښونه وكړ، اما سردار محمد داؤد خان چه د پرچميانو او كمونستانو لخوا محاصره شوى ؤ، سره له پخوانى پيژندنې او احترام، چه الفت صاحب ته يې لرله، نه يې الفت صاحب ته د ليدلو وخت وركړ او نه يې د الفت صاحب ليك ته ( چه د هغه وخت د نا منا سبې وضعې او دهغه د خطراتو په برخه ليكل شوى ؤ)، توجه وكړ.
الفت د خپل عمر آخر وختونه د عزيز خان په كڅ كښې چه دده د زيږيدلو ځاى دى تيرول، تر څو چه د۱۳۵۶ كال د ليندى د مياشتې په ۲۸ نيټه د زړه د حملې په اثر د ۶۷ كلنى په عمر وفات شو، او ددوى په پلرنى هديره كښې چه د كابل جلال آباد د سړك په څنګ پروت دى خښ شو
. خداى (ج) دې وبخښي
شعرونه
47 خپاره شوي شعرونه
څه ګورمبشپړ شعر ولولئ
څه ګورم
ګل پاچا الفت
ګورم جهان
کې څوک کعبه ځنې بوتان جوړوي
غلطه پوهه له سړي ځنې شيطان جوړوي
د سړو کار
دی چې د خپل وطن کارونه کړي جوړ
نجونه او پېغلې سينګارونه کوي ځان جوړوي
تهذيب ضرور
دی نظافت او ښه لباس دی په کار
فېشن چې زيات شي له ځلمو بازينګران جوړوي
د ودانۍ
اميد له هر چانه کېدلی نشي
له خاورو ګټو ښه کورونه معماران جوړوي
چې انساني
رڼا پيدا شي په مغزو کې د چا
هغه کوښښ کړي په عالم کې انسانان جوړوي
ډېر تفاوت
شته په انسان کې د معنا په لحاظ
واړه مشغول دي ځينې ځان ځينې جهان جوړوي
اعترافبشپړ شعر ولولئ
اعتراف
ګل پاچا الفت
نه مې د چا مال خوړلی نه
مې څوک وژلي دي
نه مې چاته ورک شه يا ګم شو کله ويلي دي
نوره ګناه نلرم پدې ګناه
مې مه نيسئ
زړه کې مې چې پټ ظالم ته بد غوندې کتلي دي
وخت د اعتراف دی ګناه
خپله درته وايمه
نه يمه منکر په مظلومانو مې شړلي دي
نه ومه خبر پرده مې لږ
غوندې چې جګه کړه
نه دي د ويلو هغه څه چې ما ليدلي دي
زه يې په ليدلو او
ويلو ګناهګار شومه
نور يې په کولو او عمل باندې غاښلي دي
نه يمه خاين په خيانت د
خلکو پوه يمه
پوهه که ګناه ده خلک ټول اوس پوهيدلي دي
دا چې ډېر کاږه درته
ولاړ دي ټيټ سرونه هم
ستا مخ کې چې سم نه شول سم کله چليدلي دي
هيڅ اميد ترې مکړه که
څوک ځان دې تا غلام بولي
ما غلامانه ذهنيتونه پېژندلي دي
لوړ مقام ته رسي چې
بوټونه پاکوي د بل
ډېر پدغه شغل رياست ته رسېدلي دي
د پښتون حالبشپړ شعر ولولئ
د پښتون حال
ګل پاچا الفت
د پښتون حال
باغ او بڼ
يې بې بلبل بې عندليبه
رنځوران يې بې دوا او بې طبيبه
څه په لوږه څه په تبه څه په تېغ مري
ورک شه ورک شه د پښتون خواره نصيبه
که يې ښه پوره په حال باندې خبر شې
خدايږو ته به هم پرې وژاړې رقيبه
ناپوهي خواره خواري ده او پښتون دی
کور يې وران کار يې ګډوډ او بې ترتيبه
لاس يې يو ځای، پښه يې بل ځای، سر يې بل ځای
پښتانه ټوټې ټوټې دي بې ترکيبه
نه ډوډۍ لری ، نه پوهه نه تعليم څه
بې له تورې بل له هر څه بې نصيبه
چې ريښتينې خادم يې وينم بېنوا دی
پښتو ژبه ده په ژبو کې غريبه
که غمخور، همدرد ، خواخوږی او دردمند يې
ژاړه ژاړه د پښتون په حال حبيبه
د حقيقت ورځبشپړ شعر ولولئ
د حقيقت ورځ
ګل پاچا الفت
چې پلو له مخه لېرې د هر
چا شي
دا رنګينې جامې څيرې د ريا شي
حقايق ټول رابهر شي له
حجابه
پټ کارونه راڅرګند زما او ستا شي
که رازونه که رمزونه که
اسرار دي
لکه ستوري د اسمان هسې رسوا شي
مقصدونه ، غرضونه ،
عملونه
بې پردې او بې سيرته برالا شي
د تلبيس ښايسته رنګونه
ټول شي محوه
پخپل څېر ښکاره روا او نا روا شي
د هر چا زړه کې چې هر څه
وي ليکلي
دی پخپله د هغه نقش ګويا شي
هغه دغه ښه او بد مخونه
لوڅ کړي
توره شپه له منځه لاړه شي سبا شي
ليک د حق او حقيقت وي په
هر لاس کې
د تيارو شپو واقعات واړه رڼا شي
ډېر ښايسته او سپين
مخونه به تک تور وي
ډېر غاښلي به په دغه ورځ سرتور وي
ظظ„ظٹ ظ‚ط¯ط±طھبشپړ شعر ولولئ
ظظ„ظٹ ظ‚ط¯ط±طھ
ګل پاچا الفت
ظ¾ظ‡ ط±ښطھظٹط§
ظ‡ط؛ظ‡ ظ…ظ„طھ ظˆظٹ ط¨ط®طھظˆط±
ع†ې ظ„ط±ظٹ ظ…ظ„ظٹ ظ†ط¸ط§ظ… ظ…ظ„ظٹ ط±ظ‡ط¨ط±
ظˆظٹ ط§طµظ„ظٹ
طط§ع©ظ…ظٹطھ ط¯ ط®ظ„ع©ظˆ ظ„ط§ط³ ع©ې
طع©ظˆظ…طھ ظˆظٹ ط¯ ظ…ظ„ظٹ ظ‚ط¯ط±طھ ظ…ط¸ظ‡ط±
ط¬ط§ظ…ط¹ظ‡ ظ¾ط®ظ¾ظ„ظ‡
ظˆظٹ ظ¾ظ‡ ځط§ظ† طط§ع©ظ…ظ‡
ط¯ ط¹ط§ظ…ظ‡ ط§ظپع©ط§ط±ظˆ ظˆظٹ ظ‚ظˆظٹ ط§ط«ط±
ظ†ظ‡ طھط¨ط¹ظٹط¶ ظ†ظ‡
ط§ظ…طھظٹط§ط² ظˆظٹ ظ†ظ‡ طھېط±ی
ظ¾ظ‡ طظ‚ظˆظ‚ظˆ ع©ې ظˆظٹ ط®ظ„ع© ط¨ط±ط§ط¨ط±
ط¯ ظ‡ط± ع†ط§
ط§ط¹طھظ…ط§ط¯ ظˆظٹ ظ¾ظ‡ ط¹ط¯ط§ظ„طھ
ظ‚ظˆط§ظ†ظٹظ† ظˆظٹ ط¯ ظ‡ط± ع†ط§ظ†ظ‡ ظ…ط¹طھط¨ط±
ط¢ط²ط§ط¯ظٹ
ط¯ظٹظ…ظˆع©ط±ط§ط³ظٹ ظˆظٹ ظˆط§ظ‚ط¹ظٹ
ط®ط·ط± ظ†ظ‡ ظˆظٹ ع©ط±ط§ظ…طھ طھظ‡ ط¯ ط¨ط´ط±
ظ…ط®ظˆط± ظ…ط³ظ„ط·
ظ†ظ‡ ظˆظٹ ظ¾ظ‡ ظ†ط¸ط§ظ…
ط§ظ‡ظ„ظٹطھ ط§ظˆ ظ„ظٹط§ظ‚طھ ظˆظٹ ظ…ط®ظˆط±
ط³ط± ط§ظˆ ظ…ط§ظ„
ظˆظٹ ظ¾ظ‡ ط§ظ…ط§ظ† ظپع©ط± ظˆ ظ†ط¸ط± ظ‡ظ…
ط²ظˆط±ظˆط± ع†ې ظ¾ع©ې ظ†ظ‡ ظˆظٹ ظ¾ط®ظ¾ظ„ ط³ط±
وران کار به ودان ګڼېبشپړ شعر ولولئ
وران کار به ودان ګڼې
ګل پاچا الفت
وران کار به ودان ګڼې
وران کار به
ودان ګڼې دلته که اوسيږې ته
حق ويل به زيان ګڼې دلته که اوسيږې ته
ورځې ته به
شپه وايې چا که ورته شپه وېلې
تور په به سپين شان ګڼې دلته که اوسيږې ته
هيڅوک ملامت
نه دي وران که ټول کارونه شي
خپل قسمت به وران ګڼې دلته که اوسيږې ته
ټيټ خلک به
جګ ګڼې ناست که په جګ ځای کې ؤ
ځمکه به اسمان ګڼې دلته که اوسيږې ته
هر چا چې هر
څه ويل ته به صفتونه کړې
هر يو به لقمان ګڼې دلته که اوسيږې ته
زما خوببشپړ شعر ولولئ
زما خوب
ګل پاچا الفت
وربل يې ما
په خوب کې پرېشان ليدلی دی
ستا بخت خو مې رقيبه دغه شان ليدلی دی
د ګلو هار
په غاړه محبوبا شوه راحضوره
بلبله دا وطن مې ګلستان ليدلی دی
کارغان به
پکښې نه وي بلبلان به پکښې وي
باغونه به سمسور وي ما باغوان ليدلی دی
دا توره شپه
به خدای کاندي په مونږ باندې سبا
سپين مخ مې چې سبا غوندې روښان ليدلی دی
تعبير يې
کړی ما ــ په ظالمانو به چپه شي
چپه کاکُل مې خوب کښې د جانان ليدلی دی
مهار به دې
په پوزه شي د سرو زرو خاونده
په سرو شونډو دپاسه مې پېزوان ليدلی دی
زه پټې
سترګې نه يمه په هر څه اوس پوهيږم
په خلاصو سترګو باندې مې جهان ليدلی دی
له دامه که
دې خلاص کړم په قفس کښې دې بندي کړم
صياده! ما خو څو رنګه زندان ليدلی دی
که هريو
رانه وژنې خيال او فکر مې مه وژنه
په دې کې مې وطن ته لوی تاوان ليدلی دی