پښتو ادب · شاعران
ګل پاچا الفت
د ګل پاچا الفت پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
د شاعر پېژندنه او ادبي اثار
ارواښاد ګل پاچا الفت د پښتو ژبې لوى شاعر او پياوړى ليكوال، د خداى بخښلى مير سيد پاچا ځوى دى، چه په ۱۲۸۸ هجري ش. كال، دافغانستان د لغمان ولايت د قرغيو ولسوالى د عزيز خان په كڅ كې زيږېدلى دى. خداى بخښلى الفت صاحب د هغه وخت د تعليمي رسم سره سم د ديني او عربي علومو مروجه تعليم د جومات نه پيل كړ، او د هغه خاصې ذكاوت او استعداد له بركته چه خداى(ج) وركړى ؤ، په ډير لږ وخت كې د صرف او نحو، فقه، منطق، فلسفه، حديث او تفسير كتابونه د هغه وخت له مشهورو استادانو څخه وويلې. دديني متداوله علومو د پاى ته رسولو او شخصي مطالعونه وروسته، الفت صاحب په ۱۳۱۴ هجري ش. كال كې د انيس د ملي ورځپاڼې په دفتركې د كاتب په حيث مقررشو او تقريباً ۳۴ كاله د دولت د رسمي مامور او د شورا د وكيل په توګه په خدمت بوخت ؤ.
د الفت صاحب وروستى رسمي ماموريت د ډاكټر محمد يوسف په كابينه كې په كال ۱۳۴۳ هجري ش.د قبائلو مستقل رياست ؤ. الفت صاحب د رسمي ماموريت په څنګ كې د كابل په پوهنتون كې د پښتو ژبې استاد هم ؤ.
په كال ۱۳۲۸ هجري ش.د شورا په اوومه دوره كې، الفت صاحب د ننګرهار د خلكو لخوا د وكيل په حيث انتخاب او په شورا كې د دويم معين په توګه و ټاكل شو. په كال ۱۳۳۱ د شورا په اتمه دوره كې الفت صاحب د لغمان د قرغيو ولسوالي د خلكو لخوا وكيل انتخاب شو. د شورا په دولسمه دوره كې بيا دننګرهار د وكيل په حيث انتخاب شو. د ۱۳۳۴ هجري ش. كال په لويه جرګه كې هم، مرحوم الفت صاحب د ننګرهار د خلكو وكيل ؤ.
الفت صاحب نه يواځې د خاص ذكاوت او استعداد خاوند ؤ، بلكه دليكوالى د خاص قدرت او شعري روانې قريحې څښتن هم ؤ. الفت صاحب په رسمي ماموريت سربيره، ديني، اجتماعي، سياسي، او انتقادي شعرونه او مضامين وليكل او كتابونه او علمي رسالې تاليف كړ، چه ځينې تا ليفات يې مطبوعاتي جوائز هم ګټلي.دي.
دا د پښتو ژبې شاعر او ليكوال په دري ژبه هم شعرونه اومضامين ليكلي چه له بده مرغه ددوى دري اشعار اوس په لاس كښې ندي. د ارواښاد الفت صاحب تاليفات د نظم، نثر او ترجمې پنځويشت كتابونو ته رسيږي، چه ځينې كتابونه يې تر اوسه ندي چاپ شوي. د استاد الفت آثار په خواشينى سره تر اوسه په بهرنيو ژبو هم ترجمه شوي ندي.
الفت صاحب يو متواضع، حليم، خاموش او لږ ويونكى سړى ؤ. بې ضرورته خبرې يې نه كولې او تل به يې د بل خبروته غوږ ايښود، ډيره ظريفه طبع يې لرله او په ټوقو كښې يې هم ادبي نكات پراته ؤ.
دمرحوم الفت صاحب په شخصيت، شاعرۍ او ليكوالۍ،د دوى دوستانو، شاعرانو او ليكوالو ډير په زړه پورې مطالب ليكلي دي ، اما د الفت صاحب د معرفي او پيژندلو لپاره ښه او يواځينى وسيله د دوى خپل آثار دي.
الفت صاحب په ليكوالۍ او شاعرۍ كښې د يو خاص سبك خلاق ؤ. دده دنثرونو او شعرونو لوى خصوصيت سادګي او رواني ده، چه دا خاصيت ددوى ليكنې او اشعار د نورو شاعرانو او ليكوالو د شعر او نثر نه بيلوي. دالفت شعرونه او نثرونه فصاحت او بلاغت لري او خاص او عام بې تكليفه په مطلب پوهيږي او هر څوك د خپل ذوق په اندازه خوند ورنه اخلي.
الفت صاحب په خپل ساده او روان شعرونو او نثرونو، لوستونكي د ژوند هغو حقايقو ته متوجه كوي، كوم چه دمخه تر دې څوك ورته ندي متوجه شوي.
د ارواښاد الفت شخصيت اود ژوند طريقه د هغوى د پوهې او علميت ښكارندوى ؤ. په ظاهر او باطن كښې يې فرق نه ؤ. الفت صاحب د عمل سړى او د انساني او اسلامي اخلاقو نمونه او مثال ؤ.
د مرحوم الفت صاحب دشعرونو اوليكنو زياته برخه، اجتماعى او سياسي انتقادونه او د ټولنې د نيمګړتياوود سمون په لور دعوت دى.د مسكينانو، بيوزلو او يتيمانو سره همدردي هم د الفت صاحب په شعرونو كښې ډير زيات دى. اسلامي جهاد د الفت صاحب په ليكنو كې لوى ځاى لري او ديني او مذهبي اشعار يې په قرآن او نبوي احاديثو متكي دي.
ارواښاد الفت د رسمي ماموريت، شاعري او ليكوالي تر څنګ په سياست كښې هم فعال ؤ.په كال ۱۳۳۰ هجري ش. كښې د ولس ملي جريده تاسيس او د ۱۳۳۲ كال تر پايه ددغه جريدې د امتياز خاوندؤ.
د ولس ملي جريده د لوستونكو د شمير له مخې د هغه وخت د ډيرو لويو آزادو ملي جرايدو څخه ګڼل كيده. الفت صاحب دخپل خدمت په وخت كښې د خوشحال خان ادبي جائزه او د ابوعلى سينا علمي جائزه لاس ته راوړى او دمعارف دويمه او د ستورى دريمه درجه نښانونو او ددويمې تقدير نامې په اخستلو هم بريالى شويدى.
د الفت صاحب ډير وخت په مطالعه او ليكلو تيريده. الفت د خپل ژوند په آخرو وختونوكښې(د محمد داؤد خان د جمهوريت په وخت كښې) د افغانستان د سياسي او اجتماعي وضعې نه ډير زيات كړيده او د هغه وخت د نا مناسبې وضعې د اصلاح د پاره ډير كوښښونه وكړ، اما سردار محمد داؤد خان چه د پرچميانو او كمونستانو لخوا محاصره شوى ؤ، سره له پخوانى پيژندنې او احترام، چه الفت صاحب ته يې لرله، نه يې الفت صاحب ته د ليدلو وخت وركړ او نه يې د الفت صاحب ليك ته ( چه د هغه وخت د نا منا سبې وضعې او دهغه د خطراتو په برخه ليكل شوى ؤ)، توجه وكړ.
الفت د خپل عمر آخر وختونه د عزيز خان په كڅ كښې چه دده د زيږيدلو ځاى دى تيرول، تر څو چه د۱۳۵۶ كال د ليندى د مياشتې په ۲۸ نيټه د زړه د حملې په اثر د ۶۷ كلنى په عمر وفات شو، او ددوى په پلرنى هديره كښې چه د كابل جلال آباد د سړك په څنګ پروت دى خښ شو
. خداى (ج) دې وبخښي
شعرونه
47 خپاره شوي شعرونه
پسرلی راغلیبشپړ شعر ولولئ
پسرلی راغلی
ګل پاچا الفت
خوشحال خټکبشپړ شعر ولولئ
خوشحال خټک
ګل پاچا الفت
دادب او شعر لویه قهرمانه
دمغلو په کور تندر داسمانه
دوطن داذادۍ سختو جګړو کې
له هر چانه زړور مرد میدانه
ستا دشعر مصره لاډبره تیر ده
بې ننګې ټوټې ټوټې ستا له بیانه
وې درزم او دبزم په مجلس کې
هلته باز دلته بلبل هزار داستانه
عشق او ذوق فکرو تدبیر اراده عزم
ستا په پرخه رسیدلې وو بېشانه
هم رستم هم فردوسی دیو داستان یې
هم شاعر هم مفکر هم پهلوان یې
قصیدې لرې غراء له هره بابه
ننګ غیرت اخلي فتوا ستا له کتابه
دخبرو کور ودان ستا پـــه بیــــان شــــــو
خدای درکړی ده وینــــا ډیره جــــذابـــــه
که جګړه استوار لکه یــــــــو غـــــــر وې
دعشق کار کې وې له هر چانه بیتابــــه
پښتونواله ستا پیغام ستا فلسفـــــه ده
تا پرې نښوده پښتو چې شي خــرابـــــه
ستا په زړه مټ و بازو کې لوی قوت ؤ
ستا په لاس کې توره نه شوله بې آبـــــه
تا دننګ سبق پښتون تـــه دی ورکړی
دخودۍ په فلسفـــــه دې خبــــر کـــــړی
داجهان ستا په نظـــر کې نام ونــــنـــــګ ؤ
چې بې ننګه وء هغه درتــــه بـــــدرنـــــګ ؤ
بل څوک نه وه همدا ته وې ننـــــګـــــیالیـــــه
چې دې داغ په خاطر ایښې داورنـــــګ ؤ
ډیرې لویې دعوې تاســـره وې زړه کـــــې
په مغلو باندې ځکه ستا غـــور ځنـــــګ ؤ
هغه باز وې چې لوی ښکار دې ؤ نظر کې
دوطن په سیمه پوله بــه دې جنــــــــګ ؤ
هم دې توره له هر چانه وه ځلانـــــــــــــده
هم دې هرچانه لوی عزم او فرهنـــــګ ؤ
په دا خپله لویه برخه وې خوشــحـــــاله
تا پاللې ده پښتــو او پښتـــــــونــــــواله
ستا اشعارو کې ملي ارزو ځلیږي
خدای خبر دی چې به کله حاصلیږي
لوی پیغام دې پښتنو ته دې راوړی
ستا په خیال به چې پښتون کله پوهیږي
تا ویلې لوی دریاب ته کوی هڅه
په بیله کې چې نهنګ وي هلاکیږي
ستا وینا ده چې اوښ بار سره راغلی
پښتانه یې غاړکۍ ته خوشحالېږي
دلویانو ارزو وي هر ګور لویه
واړه هرچیرته په لږ شي قانع کیږي
لوی سړی وې درسره وولوی فکرونه
مګر ژرنــــــه راویښیــــــږي ولســـــونه
ستا دیوان که په ادب کې لوی شهکار دی
تا په توره ټو پک کړی هم ډیر کار دی
څلویښت زره لښکر ستا دلاس له زوره
لوړی شا په تاتره کې تار په تار دی
دو آبه او دنو ښار دکوټ په جنګ کې
دمغل په زړه دې ایښې لو ی پر هاردی
دخیبر دره دې سره کړله په وینو
په اهاړ کې دې لیدلی لاله زار دی
خزانې هاتیان اسونه که اوښان وو
دغه لویه ولجه ستا دتورې ښکار دی
شجاعت او شهامت درسره مــــل ؤ
ښه ملګری دې په توره کې ایمل ؤ
تا اخیستی له غلیـــمه انتــــقـــــام دی
پښتونو ته دې ګټلی نــــنګ ونـــام دی
په هررنګ کې دې دننګ خــبرې کــړی
ملي فکر ستا مرام او ستا پیغـــام دی
مغلواله دې رټلـــــې ډیـــــره زیـــــاتـــــــه
فرق دې کړی دپردي او دخپل قـــام دی
غرو رغو کــــې دې لښکرې ټولـــولـــې
غلیمانو بانـــــدی تـــــا تــــړلــــې لام دی
په پښتو باندې له سراو او ماله تیروې
ستاله تورې خبرشوی خاص وعــــام دی
دافغان په ننګ تــــړلــــې تـــــوره تــــا وه
درسره لویــــه ارزو لـــــویـــــه ســـــودا وه
مورېبشپړ شعر ولولئ
مورې
ګل پاچا الفت
مورې چې خدای له تا پیدا کړمه
ګران یې له هر چا نه په تا کـــــــړمه
له خپـــله ځانــــــه لا خبــــــــــرنه ومه
چې تا له ځانه سره اشنا کــــــړمـــــه
په مینه مینه به دې ما تــــــه کتــــل
د مینې کیف ته دې بینا کـــــړمــــــه
په ژبه پوه نه وم په مینه پوه شوم
پوه دې بې لفظه په معنــــــا کړمـــه
ورو ورودې راوستم خبرو باندې
راغلی ګونګ وم تا ګویا کــــــړمه
پاک به دې کړمه چې خیرن به شوم
لکه ښیښه به دې صفـــــا کــــــړمــــــه
خوب به دې نه و تـر سحره پــــــورې
چې لږ څه درد به پـــــه ژړا کــــــړمــــــه
که وطن چاڼ کړمه په مینې پســــــې
که لــــــــټ په لــــټ دغـــــه دنیــــا کړم
بې ریا خاصه پاکه مینه بــــــه ستـــــا
کله په بــــل زړکې پـــــیدا کـــــړمـــــــه
د محبــــــت غېـــــږکـــــې دې وروزلم
پـــــه عـــــواطفـــــــــــــو دې دانا کـــــړمه
اشــــنا دې کــــــړم له خوشحالیو سره
تا په مســـــــــکا تا په خنـــــدا کړمـــــــه
که وایم ستا غېــــږکــــــې جنــــت وزما
پـــــوه شــــــوی نه یم اشتبــــــاه کـــــــړمه
جنت خو ټیټ ستــــا له قدم لاندې دی
پــــــــه اعلــــــی حکـــــم دادنی کـــــړمـــــــه
رب مې دی خدای او مر بي مې ته یې
پیدا کړم خــــدای تاتــــــوانا کــــــــــړمه
ودرولــــــم تــــــــا پــــــخپـــــــلو پښــــــــو
بیا دې بـــــــلد پـــــــه ګـــــــرزیدا کړمه
څومر ه وړوکی ومه لوی دې کړمه
یوه قطـــره وم تـــــــــا دریاکــــــړمــــــــه
د ورورولــــــۍ په رابطــــــه باندې تا
د چا روکــــــی د چــــــا لالاکــــــــړمــــــه
درس تــــــــه لېـــــــږ لـــــــم تا پــــه زار یو
په څه خواریو دې مــــــلا کـــــــړمـــــــــه
چې زلمی شومه هم دې پرې نښودم
دبــــل دپــــــــاره دې دادا کـــــــړمــــــــه
تا سړی کــــــــړی یمه ګرانې مــورې
د کار ســـــړی که کــــــړمه تا کــــــړمه
ستا احســــانونه بې حسابــــــــه دي
ستا کوم یو حـــــق به زه ادا کـــــړمه
نوروته لوی تات وړوکی ښــــــه یم
ځان به وړوکی درته بیــــــا کـــــــړمه
سید جمال الدینبشپړ شعر ولولئ
سید جمال الدین
ګل پاچا الفت
بې حسابه څاڅکي توی پـــــه بحــــــرو بر شـــي
لــــه لکــــــونـــــو کـــــــروړونو یو ګو هر شـــــــي
رنــــګ په رنـــګ ګـــلان پیداشي غرو رغو کې
پکې یو نیم دلیلا دپـــــیـــــکي تــــه ور شـــــــي
مرغـــــلـــــرې ډیــــرې وځــــي لـــــه دریـــــابــــــــه
ځینـــــې ځینــــــې ښـــــکلو پیغلـــو ته زیور شي
په عمرو اورونـــه بـــــل پـــــه یـــــوه ځــــــای وي
څو پیــــدا په ســـــرو لمبو کې سمنــــدر شـــــي
عالمــــونه پیــــــداکیــــــږي بـــــې حســــــابــــــه
په دنیا کې دڅو تنــــو تــــاج پـــــه ســــــرشــــــي
مینــــدی راوړي ډیــــر زامـــــن ډیــــر اولادونــه
یو یا دوه یې افـــــلاطـــــون او سکنــــدر شــــي
جودانې قدر یو لعـــــل پکــــــې پیـــــداشــــــــي
نــور همـــــه واړه دتــــــورو کاڼـــــو غـــــرشـــــــي
په هر سره رنګ ســــرخــرويي نه شـــــي حاصله
هسې نه چې په رنګ سور شي نو سره زرشـــــي
یوه کور کـې پیــــــداکیــــــــږي اولــــــوئيـــــــږي
یو ئې ګوره ابراهیــــم اوبـــــل ئـــــې آذرشـــــــــي
فرعونان دخدايــــــي دعـــــوې اغـــــــاز کــــــړې
یو ماشـــوم دخـــــدای له لـــــوري مقــــررشـــــي
چـــــې طلسم کانـــــدي مــــــات دســـــرکشـــانو
ډیـــــر بتـــــان بـــــت پـــــرســــتان زیر و زبر شي
کاهنان یــــې دراتـــــګ خـــــوبـــــونـــــه وینـــــي
ظالمانــــــو ته پیـــــــدا دســــر خـــــطــــــرشــــــي
لا پیدا په جهان نـــــه وي نـــــــه یـــــې نـــــوم وي
زلـــــزلــــه ګــــــده پـــــه کــــــور دستمـــــګر شي
لوی جهاد له معصیت ســـــره شـــــــروع کـــــړي
په دنیا کې غرق فرعون هم یې لښــــــکر شــــــي
څوک چې حق اوحقیقت پــالـــــي دنیـــــا کــــــې
یوه وخت کې وي موسی بل وخت عمــــر شــــي
داســــلام دطــــــوفــــــانـــــي بیـــــــړۍ دپـــــــاره
لکــــــه نــــوح لـــوی کشتیـــبان قـوي لنګر شي
دخـــــلقـــــت لــــــه کار خــــانـــــې نه کلـــه کـــــله
په جهان پیدا یو بـل شــــــانــــــې بشـــــر شــــــي
چې رڼا یې په ملکــونــــــو کــــــې خپــــــریــــــږي
ټول عـــــالــــم لره څرګــــند ه لکه لمـــــر شـــــــي
دکونړ دلـــوړو غـــــــرونو پـــــــــه لمـــــن کـــــــې
نابغه فرزند پیدا دسیـــــد ســـــفــــــدر شــــــــي
پښتنه مور هسې زوی واخلـــــي پـــــه غیـــږکې
چې ددهر او جهــــان نـــــامـــــي پســــــر شــــــي
ډیر پوهان ورته سرټيټ په شـــاګــــردی کـــــړي
ډیر شاهان یې په تعظیم مخـــــې تــــــه ورشـــي
همیشه یې قـــــــدر کیـــــږي پـــه عالــــــم کـــــې
څوک چې لوی په علم وفضـل او هنـــــر شــــــي
هســــی نــــوم هســــی نشـــــان ئــې شي په برخه
چــــې لوی فخر دملت او خپــــــل ټبـــــــر شـــــي
په شاهي لویو قصـــــرو کــــــې نه ځـــائيــــــږي
لوی کور غواړي چــې اوار دده بستــــــر شــــــي
ټول جهان ورباندې تنګ شي لـه نـــــا کامــــــــه
اواره لکــــه نسیــــم پـــــه بـــحـــــــرو بـــــر شــي
ترکیه ، مصرو لندن ، فارس و پــــاریس کــــــې
ارام نه مــــــومــــي هــــر لـــــــور ته یــې سفر شي
سرګردان وي پـــــه جــــهــــــان هغــــــه مړونـــــه
چــــې د ټـــــول جهـــــان غمـــــونه یې په سر شي
ســــر یــــې مـــه بوله بل نوم ور لــــــره بــــــویـــــه
چــــې پیــــدا پکـــــې لوی فکر لکـــه غـــر شي
نـــه دی مړ لوی پهــــلـــوان ددې جـــــهــــان دی
هغه څوک چې ځمکې تـــل نــــه رابهـــــر شـــــي
قیامــــت نه وي ســــر راپـــورته کـړي له خاورو
راروان په لـــور دخپـــــل اصلــــي مقــــر شــــــي
په رښتیا چې حق په خپل ځای قرار مــــومــــي
دپښتون سید ارام پــــه خپـــــل بستـــــر شـــــي
دې تابوت کې دپښتون ډیــــر خــــاطـــــرات دي
چې یې ګورم بل عالم مې پــــــه نــــظـــــر شـــــي
څوک چې وریې شـــي مزار تــــه کــــه بینــــا وي
ورته بیـــــرتــــه به دپـــــوهــــې لوی دفتــــر شـي
ددې خــــاورو دورنمــــــا تـــــه نظـــــر بـــــــویـــــه
که دې کله په دې لار بـــــانـــــدې ګـــــذر شــــــي
ښــــــکاره کیږي کار نامې ډیـــــرې نامــــــدارې
ستــــر ګـــــور تـــــه آیینـــــه دســـکنـــــدر شـــــي
لوی عظمت ، شانو شوکت راځي خاطــــر تـــــه
لوړ فکرونه ، لوړ خیالــونــــه مصـــــور شــــــي
په یوه موټی سپـــیــرو خــــــاورو کـــــې ګـــــوره
دتمام جهــان بهــــــار پـــــټ او مضمــــر شــــــي
هسې شانې هنګامــې شــــــي پکـــــــې غلـــــی
چې غوغا ورځنـې جـــــوړه پـــــه محــــشر شــــي
لوی داستان، لویه قصـه لــــري پـــــه زړه کـــــې
که ددی خاورې له حالـــــه څـــــوک خبـــــرشــــي
پښتانه به ورنـــــه اخـــــلــــي الــــــهــــامـــــونـــــه
تیر دَورونه به ئې مخـــکـــــې لـــــروبـــــر شـــــي
دی زیارت کــــې وینــــم بــــل راز تا ثـــیرونـــــــه
دلــــتـــه مـــــه کــــــوی واړه واړه ســــــــوالـــــونه
پښتون سیدهبشپړ شعر ولولئ
پښتون سیده
ګل پاچا الفت
پښتـــــون سیده دشــــرق نامداره ددیــــن او عــــلم دکــــور ســــــرداره
تلــلی وې چیــــرې دڅـــه دپــــــاره دچـــــاله غمـــــــه وې ناکـــــــــراره
توره تیاره وه مړه اولسونه
راپاڅول تا ویده قومونه
چیرته چې لاړې ته رهنما شوې دحق دلارې صحیح پیشواشــــوی
رهبر دعلم او دمعنی شــــــوې ړندو دپـاره دلاس امســـا شـــــوې
راوړه دنیاته تا پيغامونه
نوي فکرونه ښه ښه خویونه
ستا په ښودنه ویښ انسانان شول تازه باغونه بیا دعرفان شــــول
مشهور دنیا کې ستا شاګردان شول روښان فکرونه ستا په بیان شول
ستا له مشعله رڼا شوه زړونه
ډک ؤ خکمت نه ستا تعلیمونه
ټوله دنیا کې وګــرځیـــــدلــــې په شرق او غرب کې نه ځـائـیدلــې
چې په مــنبــــــر به ودریـــدلـــــې له هر چا پورته ښـکاره کیدلــــې
له تا سره وو ډیر تا ثیرونه
درته حیران وو ډیر عالمونه
دنیــــا رڼا شــــوه ستا له تنــویــره جهان خبردی ستا لــه تـــــا ثـــــیــــــره
حق سر اوچت کړ ستا له تقـــریــــره ستـــا لـــه تحـــریره ستا له ضمیره
وښورول تا غا فل فکرونه
څومره خواږه ؤ ستا بیانونه
بوعلي سینابشپړ شعر ولولئ
بوعلي سینا
ګل پاچا الفت
نه یې سیال نه یې نظیر شته په جــهان کې
بو علي باندې نازیږي افــــغـــان ځــــکــــه
رب ورکـــــړی دې وطــــن ته استعداد دی
ترینه زیږي دا نامتو فــــرزندان ځــــکـــــه
دمشــرق رئيــــس او شیــــــخ دفلسفــــــې ؤ
یادوي ئې نن دعلـــــم دوستـــــــان ځــــــکــه
دده فکــــــر ؤ قــــانـــــون شـــفـــــا دپـــــــاره
په حکمت کې یې موجز دی بیــــان ځــــکه
چې دده نبض شنـــاسه ګـــــوتـــــې نشتـــــه
دمرض له ویرې رګ دی لـــــړزان ځـــــــــکه
که هر څو ورپسې ګرځی نه یې مــــــومـــــی
دی تــــــرور او ســـــرګردانه آسمان ځــــــکه
ځمکې هسې اولادونه لیــــد تـــــر اوســـــه
پسې سر په څیړۍ ګرځي هـــــر آن ځـــــکــــه
که پخوا ځمکه ساکــنه ځـــای په ځـــــای وه
نــــاقـــــراره ئې اوس وینـــــي انســــان ځــکه
راوتلــــی ؤ لـــه ځــــــالـــــــۍ داسمــــــانــــــه
دده فکر کاوه جــګ جـــګ طیـــــران ځـــــکه
ډیره لویه هستــی شــــوه دخـــــاورو لانــــدې
بلـــــخ دده لـــــه غمـه ویـــنمــــه وران ځــــکـــه
ریا کارهبشپړ شعر ولولئ
ریا کاره
ګل پاچا الفت
ستــــا ټـــــول کارونــــه خــدایږو دي برای نــام غــونـــدې
رامـــعلــــومیـــــږي ستــا فکرونه راتـــه خـــــام غونــــدې
هغــــه کارکــــړې چــــــې ساده ګان ورباندې ژر غولیږي
دقـــام خـــــادم نـــــه یـــې دنــورویـــې غــــلام غـــونــــدې
ریـــــا او ظــــلم ارتجـــاع ســــــــــره دښـــمــــن یـــــمــــه زه
له ډیــــر نـــــاکامــه درته کــړمـــــه احتـــــرام غــــونــــدې
رښتیــــا رښتــــیـا به وایــم زه که هر څه پيښ شــي راتــــه
اخر بــــه کړم دټـــولـــو خلـــکو درتــه پــــام غـــــونـــــدې
زمــــانــــه ډیــــــره شـــــوه هـــوښــــیاره تــــه لا ئې هغـسې
تر څـــو به موږ تــــه پرتـــې وائې دسـرســـام غــــونـــــدې
پــــه ټــــول عالم دسپین سبــــا شپــــه شــــوه دټولو سحر
پــه تــــا راځي نوی تیاره اوســـدمـــــاښــــام غــــونــــدې
څـــه چــــې مرغان وو ټول ازاد شوه قفسونه شـــوه مــات
ستـــا ببـــر سر او څڼې ښـــکاري راتـــــه دام غـــــونـــــدې
دپڼو غــــل خلـکو دمخه کـړ چـــــې غـــــلا ونــــــکــــــړي
اودس ئې نه ؤ پـــــه لمـانځه کې شو امــــام غــــــونـــــدې
داسې لمـــونځونــه دې ډیرکړي دي دخلــــکو مخ کـــــې
نیسې روژې خــــو روژه ماتې وي حـــــــرام غـــونـــــــدې
څــــادر دې سپین لکه سبا دی په خپل سر خــــورکـــــړی
مــــخ دې چې ګورم راته ښکاري تور ماښام غـــــونــــدې
ډیر دې غلط کړه تـــوره شپــه دې لــــکــــه ورځ وښــــوده
په نیمــه پــوه شه دابیــــــان دی نــــــاتمـــــام غـــــونــــدې
دلته شته بل چیرته نشتهبشپړ شعر ولولئ
دلته شته بل چیرته نشته
ګل پاچا الفت
دسیلاب مخه چې دشګو په بنـــدونــــــــو تــــړي
ژبې اوخولې دملایــانو پـــــه دمـــــــونـــــو تــــړي
درنځور تبې په ټوټــکو خامو تـــارونـــــــو تـــــړې
بل چیرته نشته دلته شته داکرامت پښتــــونــــــــه
* * *
چې وران ویجاړ جهان مشرانو تـه ودان وښــــيــــي
چې طوفانونه، زلزلــــې آرام جــــــهـــــان وښــــيــــي
صادقان تور کړي خاینان ډیر صادقان وښــــيــــــي
بل چیرته نشته دلته شته دامهـــارت پښتــــونـــــه
* * *
ددین پرده کې چې دعیش عشرت دنیا کړي پټــه
ددنیا ناوې چې خرقه کې دګدا کـــــړي پـــــــټـــــه
نفس پرستي چې په جامه کې دتقوا کړي پــټــــــه
بل چیرته نشته دلته شته دا ریا ضت پښـــتــونـــه
* * *
وي بیسیواده دمکتـب معـــــلمـــــي بـــــه کـــــوي
لیکل یې نه زده دبیــــري محـــــرري بـــــه کـــــوي
ایشیا یورپ نه پیژني کار سیاسـي بـــــه کـــــوي
بل چیرته نشته دلته شته دالیاقــــــت پښتـــــونه
* * *
یوه زره نقصان په خپل شان کې لیدلې نــه شـــي
هیڅ اعتراض په خپل کار باندې قبلولې نه شــي
هر څه چې کړي څوک پکې خو قدر ویلې نه شي
بل چیرته نشته دلته شته داسیاست پښتــــــونه
سپوږمۍبشپړ شعر ولولئ
سپوږمۍ
ګل پاچا الفت
داسمان په زړه کې ځای دی تانیولی
توره شپه دې په سپین مخ باندې رڼاده
مخ دځمکې دې تمام دی لټـولی
په هرکور کې دې پریوتې تجلـّی ده
ټول جهان دې په رڼا کې دی لیدلــــــی
راته وایه چې په کوم کې لیلا ده
کوم چمن کې غوړیدلي دي ګلونه
چا وهلي په لنډۍ زنه خالونه
* * *
ارمانونه، افسوسونه، حسرتونه
دمینو دغمجنو دخوارانو
غفلتونه، لغزشونه ، مکیزونه
دمشرانو دمستانو دخوبانو
چپاوونه ، یرغلونه، شورشونه
دچنګیز دسکندر دپرنګیانو
دې هیواد کې تا لیدلي دغه واړه
ته دهر چا په سر باندې یې ولاړه
* * *
په کعبه او بتخانه کې لیدل کیږې
مسلمان ګبـر وترسا سره آشنا ئې
هریوه ته ډیره ښکلې معلـومیږې
په رښتیا چې دتمام جهان لیلا ئې
داسمان زړه کې ایمان غوندې ځلیږې
دخدای کور دی دا جهان ته ئې رڼا ئې
چې له نازه چاته سم کله نه ګوري
هغه سترګې منتظرې ستا په لوري
* * *
ښه پو هیږم تا هم زړه په چا بایللې
ځکه غرږنه او رغونه لټوې ته
داغ د مینې دې په زړه کې دی ساتلی
په خوبانو پسې سترګې ګرزوې ته
د دلبرو قدر تا ښه پیژندلی
لاس اوپښې د دلبرانو ښکلوې ته
دهر ښکلی څنګ ته ځان تا رسولی
دخوبانو غیږ کې ځان تا اچولی
* * *
نیمه شپه یې دقبلې خواته روانه
ته دخدای دکور ډیوه یې نوراني
ستا رڼا ده په هرچا باندې یکسانه
ستا له فیضه لري برخه زنداني
محوه کړی دې تیاره ده له جهانه
لوړ مقام دی خدای درکړی اسماني
نور ویده دي ته یې ټوله شپه بیداره
ستا ډیوه وینمه بله تر سهاره
* * *
خوشحال خان ستا په رڼا کې ګرزیدلی
دپښتون دننګ دپاره غرو رغوکې
احمد شاه شیر شاه میرویس دې هم لیدلی
دوطن دننګ ناموس لویو جګړو کې
تر ایران او تر ډهلي دی رسیدلی
دپښتون دتورې بریښ په ځلیدو کې
غزا ګانې تا لیدلی دپښتون دي
تا لیدلي فسادونه دګردون دي
* * *
وریدلې چې په دې غرونو ږلۍ ده
بهیدلي پکې خړ خړ سیلابونه
را الوتې چې په دې وطن سیلۍ ده
تا لیدلي دلته هر راز طو فانونه
لا هما غسې ولاړې زموږ کېږدۍ دي
نه مړه کیږي په هیڅ شان زموږ اورونه
تازموږ په شان لیدلې کوم ټبر دی
موږ مات کړی دلته سد دسکندر دی
* * *
ستا رڼا کې پیداکېږي نور فکرونه
شاعران اخلي له تا ځنې الهام
په کتو کې درته وایي پټ رازونه
یار اشنا ته لیږي ستا په لاس سلام
تاسره وینمه بل راز تاثیرونه
ته په هره شپه راوړی نوی پیغام
په تا بادی داشنا مینه ماتیږي
د دردمنو تسلي در باندې کیږي
دآزادۍ وږمهبشپړ شعر ولولئ
دآزادۍ وږمه
ګل پاچا الفت
پسرلی ؤ تازګي وه غوړیــــــدلـــــــي ؤ ګلـــــــونـــــه
دګلانو موج کې پټ وو دوطـــــن غـــــــرونــه رغونه
صحرا ډکه وه له ګلو هر طـــــرف تـــــه لا لــــــه زارؤ
ټول وطن ګل وګلزار ؤ هره خــــوا وه ګلشنــــــونـــــه
لمر لانه وه راختلی شین سحــــــر تـــــــازه هــــــوا وه
جونې سیل ته وې وتلې په اوربل ایښي ګلــــــونـــــه
دبهار په ننداره وم نه غمـــــــونه نــــــه ســــــودا وه
په آزاده هوا باندې تازه کیږي مــــــړاوي زړونـــــــــه
دهیچا په قید کې نه وم څومره ښه ښکلې صحراوه
په خپل سر هر طرف تلمه نه وه حکـــم نــه امــــــرونه
بیخودۍ کې تلمه تلمه نــا خبـــــره لاړم بـــــاغ تــــــــه
ښه ګلزار ښایسته ګلشن ؤ خو هرلور ته دیوالونــه
نظر بند ؤ مخه بنده لــــرې لــــــرې کتــــــل نــــــه ؤ
فراخي دزړونو نه وې چې ایثار شـــي نظـــــرونــــه
دبیدیا خلق په باغ کې خوشحالي نه شي موندلی
خوښوي دصحرا خلق داوچتو غـــــرو ســـــرونـــــه
یو زه نه وم غوټۍ هم وه په هغه ځای کې دلګــــیره
بلبلان وو که طو طیان وو کول ټولو فریــــــادونـــه
چې ناڅاپه له صحرا نه دبهار وږمه پیــــدا شـــــوه
ونو بو ټو ورته ټيټ کړه په تعظیم باندې ســرونــه
زړه تنګي له باغه لاړه غوټۍ ټولې په خندا شــوې
دازادو صحبتونه لري څــــه ښـــــه تـــــاثیـــــرونـــــه
چې له باغه وتې نه شي په قفس کې وي که نــه وي
ګلستان ورته زندان دی شته زندان کې هم ګلونـــــه