پښتو ادب · شاعران
عنایت صافی
د عنایت صافی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
2 خپاره شوي شعرونه
اوړي راوړيبشپړ شعر ولولئ
اوړي راوړي
عنایت صافی
د وطن کیسه اوږده شوه اوړي راوړي
له واخانه تر بولانه اوړي راوړي
د سیاست بازار ته ټول یو ننوتي
هر یو هر یو ته پیغور دی اوړي راوړي
د عقدو او بدو بینیوو محشر جوړ دی
تهمتونه هره خوا دي اوړي راوړي
مونږ د خپلو مغزو واک بل ته ورکړی
بس خبره ده پنجاب ده اوړي راوړي
چی تر څو د وطن مینه خپله نه کړي
په تورخم به په وهلو اوړي راوړي
دا ولس دغه ملت ته چی زه ګورم
بس پیړۍ به یی په مخکی اوړي راوړي
که بیدار نشو یو بل ته لاس ورنکړو
دا د غم کیسه به هر وخت اوړي راوړي
جولای ۲۵، ۲۰۲۲
ته ماته او زه تاتهبشپړ شعر ولولئ
ته ماته او زه تاته
عنایت صافی
ته ماته بدعتي وایی، زه تاته وهابي
له دی به څه جوړیږي؟ حنفي او سلفي
مشرک چی ماته وایی، منحرف زه تاته وایم
سرونه به غوڅیږي د صوفي او د مفتي
تاجک او د پښتون او هزاره ازبک نفاق به
سلام وکړي جگړی ته د دیني او مذهبي
قرآن د کایناتو دروازی درخلاصی کړي
ته پروت یی مسلو ته د چڼي او مسلي
ناسا یی تصویرونه په مزه مزه رالیږي
نظام دی عالمونه دي شمسي او قمري
تا بندی جینکۍ کړی له ښونځیوو له درسونو
بیا خپلی ته لټون کړی نسایي او ولادي
افغانه که راویښ نه شوی نو ټول عمر دی بویه
ماتم به دی میلمه وي د ښاري او اطرافي
13 July 2022