پښتو ادب · شاعران
ګلمانشاه ودیر
د ګلمانشاه ودیر پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
2 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ګلمانشاه ودیر
یو قدم مخکې او دوه شاته روان
افغانستان اوس کومې خواته روان
ژوند د اغزو په کرونده برابر
ښکارې هم ماته او هم تاته روان
دا په ډيوه باندې ستي پتنګان
څه زاره چاودې ترې بل چاته روان
د وږي نس د جهنم په لورې
لښکر مې مخکې لښکر شاته روان
څه په پردي قیمار مو بایلود جانان
لا په پردي جنګ یو سباته روان
د درد سیکه مو په سینو تړلې
په بیوسۍ یو خپل مولا ته روان
په کتاب دوړې یو کلنې شولې
په چغو سر مخلوق ملا ته روان
ودیر
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ګلمانشاه ودیر
ځئ کنه يو څو ګامه ور مخکې شئ
ژوند پسې زما قامه ور مخکې شئ
نه شوه په جهاد غزا مو شل نه کړه
عشق ته له کوم بل نامه ور مخکې شئ
تل له پردي بامه رالويدلي يو
ستورو ته له خپل بامه ور مخکې شئ
ګورئ د ساقي حالت که بره و
تاسو هم دوه دری جامه ور مخکې شئ
ياد يې کئ دعا کې خپل دا وران وطن
ګورئ له کشمير شامه ور مخکې شئ
خدای هيواد او دندې مقدسې ته
تاسو له سيتا رامه ور مخکې شئ
کله کله تاسو هم ودير پسې
پام کوئ خو ناپامه ور مخکې شئ