پښتو ادب · شاعران
قادر شاه
د قادر شاه پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
قادر شاه
لکه یو آوف پر هوا هیڅ نه کيږي
داسې زما په رضا هیڅ نه کیږي
اوس به ټول چم ستا په راتلو خبر وای
مړه د زړه په درزا هیڅ نه کیږي
سترګې د وچې کړه موسم بدل کړه
باران کې ستا په ژړا هیڅ نه کیږي
شبنمی مخ شونډو کې ډوبه مسکا
زه درته دود یم پر تا هیڅ نه کیږي
د آسیا زړه یې خو تنها یې درد ته
اولاد د خپل دی خو ستا هیڅ نه کیږي
زه یې له روحه په سفر وویستم
زما په دومره سزا هیڅ نه کیږي
۱۹ نوامبر ۲۰۲۲ – ډهلی