د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

کابل کې د کراچیو پلورونکي: ټاکل شوي ځایونه مو کاروبار نه شي چلولی

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

په کابل کې د واټونو پر سر یو شمېر پلورونکي وايي، د ښاروالۍ له لوري د دوی د کراچیو ټولول او د فعالیت محدودول یې د کورنیو د اقتصادي ستونزو د زیاتېدو لامل شوي دي. په دغو پلورونکو کې له پاکستان او ایران څخه تازه راستانه شوي افغانان هم شامل دي، چې وايي د بل کار او عاید سرچینه نه لري.

د تایمنیو پروژې اوسېدونکی عمر، چې پنځه میاشتې مخکې له پېښوره کابل ته ستون شوی، د کراچۍ پر سر سوپ پلوري. نوموړي ویلي، که د ورځې لږ عاید هم ترلاسه کړي، هغه د خپلې کورنۍ د خوړو لپاره اړین دی. عمر وايي، غوښتل یې د ژمي په موسم کې ممپلي وپلوري، خو د ښاروالۍ کارکوونکي یې کراچۍ حوزې ته وړي او بېرته یې نه سپاري.

د نوموړي په وینا، هغه د کراچۍ د درولو لپاره له ښار څخه، کوټه‌سنګي او تایمنیو څخه بېلابېلو سیمو ته تللی، خو په ټولو ځایونو کې یې له ورته چلند سره مخ شوی دی. عمر ادعا کوي چې د ګڼو پلورونکو کراچۍ ټولېږي او ځینې کسان، سره له دې چې څو ځله یې کراچۍ وړل شوې، بیا هم دې کار ته ستنېږي؛ ځکه د کورنۍ لګښتونه له همدې عاید څخه پوره کوي.

ولي محمد، چې یو کال مخکې له درې کلنې کډوالۍ وروسته له ایرانه افغانستان ته راستون شوی، وايي د خپلې کورنۍ لپاره د خوړو برابرولو توان نه لري. نوموړي پوښتنه کړې چې که د دوی د عاید یوازینۍ وسیله هم له منځه ولاړه شي، نو دوی به څه وکړي او له کومه ځایه به روزي پیدا کړي.

پلورونکي وايي، کابل ښاروالۍ د حضوري چمن په ګډون ځینې ځانګړي ځایونه ورته ټاکلي، خو په هغو سیمو کې د خلکو تګ راتګ کم دی او کاروبار یې نه چلېږي. ښاروالۍ مخکې ویلي وو چې د دغو ځایونو ټاکل د ښاري نظم او د ګڼې‌ګوڼې د مخنیوي لپاره دي. د راپور تر خپرېدو پورې د کابل ښاروالۍ مسوولینو د پلورونکو د شکایتونو په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب نه و ورکړی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده په ۲۱مه ګڼه فرمان کې ښاروالۍ مکلفې کړې دي چې د واټونو پلورونکو ته ځانګړي ځایونه وټاکي او د اړتیا پر مهال یې بدل کړي؛ خو په فرمان کې ټینګار شوی چې د ځای بدلون باید د پلورونکو کاروبار ته زیان ونه رسوي. دا موضوع په داسې حال کې مطرح کېږي چې ملګرو ملتونو ویلي، په تېرو درېیو کلونو کې له شپږ نیم میلیونو ډېر افغانان له ایران او پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي دي. د سازمان په وینا، د راستنېدونکو د زیاتوالي له امله پر کارموندنې، استوګنې او عامه خدمتونو فشار ډېر شوی دی.