اوچا: د ښځو د کار او نجونو د زدهکړو بندیزونه د افغانستان راتلونکی ګواښي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) خبرداری ورکړی چې د ښځو پر کار او د نجونو پر زدهکړو لګېدلي محدودیتونه د هېواد راتلونکی له خطر سره مخامخوي.
اوچا ویلي، ښځې له کار کولو او نجونې له زدهکړو څخه محرومې دي. دغه دفتر ټینګار کړی چې د دغو محدودیتونو دوام به د افغانستان پر راتلونکې ناوړه اغېز ولري.
اوچا دا څرګندونې د یکشنبې په ورځ، د نومبر پر ۲۹مه، په خپله ایکسپاڼه کې خپرې کړې دي. د دفتر په وینا، یادې څرګندونې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د ارزونو پر بنسټ شوې دي.
د اوچا د معلوماتو له مخې، ښايي د ښځو او نجونو د کار او زدهکړو د محدودولو اغېزې تر ۲۰۳۰ کال پورې هم دوام وکړي. په خپرو شویو معلوماتو کې د دې اغېزو نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.