کابل کې د پولیسو په تعقیب پسې د نښتې پر مهال شپږ کسان وژل شوي

د کابل امنیه قومانداني وايي، د کابل ښار په اتمه امنیتي حوزه کې له امنیتي ځواکونو سره د نښتې پر مهال شپږ کسان وژل شوي دي.
د قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي، پېښه تېره شپه شاوخوا دوه بجې د اتمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
د هغه د معلوماتو له مخې، امنیتي ځواکونو یو موټر تر څارنې او تعقیب لاندې نیولی و چې شپږ کسان پکې سپاره وو. نوموړي ادعا کړې چې ځواکونو څو ځله موټر ته د درېدو امر وکړ، خو موټر چلوونکي له درېدلو ډډه وکړه.
ځدراڼ ویلي، وروسته د دواړو لورو ترمنځ ډزې شوې چې په پایله کې په موټر کې سپاره شپږ کسان ووژل شول. د پېښې په اړه د وژل شویو کسانو د هویت او احتمالي جرمونو نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.
د کابل امنیه قوماندانۍ د ویاند په وینا، له یادو کسانو څخه درې تومانچې او دوه برچې هم ترلاسه شوې دي. چارواکو په دې اړه د امنیتي ځواکونو د احتمالي مرګژوبلې په اړه معلومات نه دي خپاره کړي.