بنیټ: افغان ښځې او نجونې باید له جنسیتي تاوتریخوالي پرته ژوند وکړي

د افغانستان د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنیټ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړیوالې ورځې په مناسبت د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ غوښتنه کړې ده.
بنیټ د پنجشنبې په ورځ پر ایکس ټولنیزه شبکه لیکلي چې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي د پای ته رسولو د روان کال نړیوال کمپاین پر عدالت، له تاوتریخوالي ژغورل شویو کسانو پر ملاتړ او د عاملینو د معافیت پر ختمولو تمرکز لري.
هغه ویلي، د افغان ښځو او نجونو وضعیت ته په پام سره، دغه موضوعات هغوی ته تر بل هر وخت ډېر اهمیت لري. بنیټ زیاته کړې چې د افغان ښځو او نجونو تر څنګ ولاړ دی او د داسې ژوند ملاتړ کوي چې هغوی پکې له هر ډول جنسیتي تاوتریخوالي پرته ازاد ژوند وکړي.
د جنسیتي تاوتریخوالي پر وړاندې ۱۶ ورځنی نړیوال کمپاین هر کال د نومبر په ۲۵مه پیلېږي او د ډسمبر تر ۱۰مې، چې د بشري حقونو له نړیوالې ورځې سره برابره ده، دوام کوي. د دې کمپاین موخه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي او د قربانیانو د ملاتړ لپاره د عامه پوهاوي زیاتول دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق یا یونیسف هم پر خپله ایکس پاڼه ویلي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو په حقونو، زده کړو، روغتیا او خوندیتوب کې پانګونه اړینه ده. دې ادارې د نړیوال کمپاین په تړاو له افغان ښځو او نجونو سره د درېدو غوښتنه کړې ده.
په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې پلاوي هم د ښځو او نجونو د حقونو لپاره د یووالي غوښتنه کړې ده. د دغه پلاوي په وینا، افغان ښځې او نجونې باید وکولای شي له تاوتریخوالي پرته ژوند وکړي، زده کړې ترلاسه کړي، کار وکړي او خپله راتلونکې جوړه کړي.