کابل کې د عامه تشنابونو کمښت؛ ښاروالۍ د ۴۰ نویو جوړولو پلان لري

د کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي، په ښار کې د عامه تشنابونو کمښت یوه جدي ښاري ستونزه ګرځېدلې ده. د دوی په خبره، خلک په ځانګړي ډول له ماشومانو سره د بازارونو او نورو بوختو سیمو ته د تګ پر مهال له ستونزو سره مخ کېږي او کله ناکله اړ کېږي چې د اړتیا د پوره کولو لپاره بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.
د دشت برچي سیمې اوسېدونکې تبسم وايي، کله چې له خپلو ماشومانو سره ښار ته وځي، د عامه تشنابونو د نشتوالي له امله له سخت حالت سره مخامخ کېږي. هغې ویلي، په بازارونو کې د تشنابونو نشتوالی کورنۍ اړ کوي چې د ماشومانو د اړتیا له کبله خپل تګ راتګ نیمګړی کړي.
د دهمزنګ سیمې اوسېدونکی مصطفی هم وايي، په ښار کې د تشنابونو کمښت ځینې کسان دې ته اړ کړي چې په نامناسبو ځایونو کې حاجت رفع کړي. د هغه په وینا، دغه وضعیت د کابل په بېلابېلو سیمو کې چټلي او بدبويي زیاته کړې او د ښار د اوسېدونکو لپاره یې د تېرېدو چاپېریال ستونزمن کړی دی.
په کابل کې ځینې فعال عامه تشنابونه د استفادې په بدل کې لس افغانۍ اخلي. د یوه داسې تشناب د پاکۍ یوې کارکوونکې، چې نه یې غوښتل نوم او غږ یې خپور شي، ویلي چې راټولې شوې پیسې قراردادي ته سپارل کېږي او هغې ته یوازې د ورځې ۲۰۰ افغانۍ ورکول کېږي. سرچینې د قراردادونو او عوایدو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې کابل ښاروالۍ وايي، اوس مهال په ښار کې ۴۰ عامه تشنابونه فعال دي. د ښاروالۍ په خبره، په دغو مرکزونو کې د نارینهوو، ښځو او معلولیت لرونکو کسانو لپاره بېلې برخې شته. د ښاروالۍ فرهنګي سلاکار نعمتالله بارکزي ویلي، د روان کال په پلان کې د ۴۰ نورو عامه تشنابونو جوړول شامل دي او د هغوی چارې وروستیو پړاوونو ته رسېدلې دي.
بارکزي منلې چې د ۴۰ نویو تشنابونو له جوړېدو سره سره به د کابل اړتیاوې په بشپړه توګه پوره نه شي. هغه ویلي، ښاروالۍ به په راتلونکو کلونو کې هم د عامه تشنابونو جوړول په خپلو پلانونو کې شامل کړي، او له خلکو یې غوښتي چې ښار خپل کور وګڼي او د پاک ساتلو لپاره پاملرنه وکړي.
د World Population Review د شمېرو له مخې، د کابل نفوس له ۱۹۷۹ کال راهیسې، چې نږدې یو میلیون اټکل شوی و، شاوخوا پنځه میلیونو ته رسېدلی دی. کابل ښاریان وايي، د نفوس له زیاتېدو سره باید ښاري خدمتونه هم پراخ شي. روغتیاپالان او د چاپېریال ساتنې کارپوهان خبرداری ورکوي چې له تشناب څخه بهر حاجت رفع کول اوبه او چاپېریال ککړوي، د حشراتو له لارې مکروبونه خوړو ته لېږدوي او د بېلابېلو ناروغیو د خپرېدو زمینه برابروي.