د افغانستان د ګرځندوی پانګونې لپاره شپږ برخې اعلان شوې

د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت د افغانستان د ګرځندوی په برخه کې د پانګونې لپاره شپږ برخې مناسب فرصتونه بللي او له پانګهوالو یې غوښتي چې په دغو برخو کې خپلې طرحې شریکې کړي.
د دغه معاونیت په خپره شوې خبرتیا کې ویل شوي چې افغانستان د زرګونو کلونو تاریخي اثارو، بېلابېل کلتوري میراث او ښکلو طبیعي جاذبو له امله د ګرځندوی په برخه کې د پانګونې پراخ ظرفیت لري.
د اعلان شویو فرصتونو له ډلې یوه برخه د ګرځندوی د زیربناوو جوړول او پراختیا ده. په هوټلونو کې پانګونه، د هوټلونو پراخول او سیلانیانو ته د اړینو اسانتیاوو، امکاناتو او خدمتونو برابرول هم د پانګونې په وړاندیز شویو برخو کې شامل دي.
د تاریخي اثارو ساتنه او بیارغونه، د موزیمونو پراختیا، او په ملي پارکونو او نورو طبیعي جاذبو کې پانګونه د اقتصادي معاونیت په خبرتیا کې د ګرځندوی د پانګونې نورې برخې بلل شوې دي.
اقتصادي معاونیت له ټولو پانګهوالو غوښتي چې خپلې پانګیزې طرحې د دغه معاونیت تر چتر لاندې د بینالوزارتي پانګونې کمېټې ته وړاندې کړي. په خبرتیا کې ویل شوي چې طرحې باید د یادو شویو برخو له ډلې له یوه یا څو فرصتونو سره تړاو ولري.
په خبرتیا کې د هرې برخې لپاره د اړتیا وړ پانګې اندازه، د پانګونې مشخص شرایط او پانګهوالو ته د احتمالي اسانتیاوو په اړه نور جزئیات نه دي وړاندې شوي.