سخته یخني د غرنیو سیمو ماشومان له لوبو او زدهکړو بېبرخې کوي

د افغانستان په یو شمېر سړو او غرنیو سیمو کې سخت ژمی او اقتصادي ستونزې ماشومان اړ کوي چې د څو میاشتو لپاره ډېری وخت په کورونو کې تېر کړي. کورنۍ وايي، د واورې، یخنۍ او د تودو ځایونو د نشتوالي له امله ماشومان له لوبو، ازادې فضا او له خپلو همزولو سره له اړیکو بېبرخې پاتې کېږي.
د ننګرهار د شېرزاد ولسوالۍ د یوې غرنۍ سیمې اوسېدونکي محمد ابراهیم ازادي راډیو ته ویلي، درې واړه له لسو کلونو کم عمره ماشومان یې د ژمي له پیله تر ګرم موسم پورې په کور کې پاتې کېږي. د هغه په وینا، که ماشومان له کوره بهر ووځي، د ناروغۍ له خطر سره مخ کېږي، ځکه په سیمه کې د لوبو یا نورو بوختیاوو لپاره مناسب ګرم ځایونه نشته.
ابراهیم وايي، بېوزلۍ یې د ماشومانو لپاره د ګرمو جامو او ناروغۍ پر مهال د درملنې اخیستل هم ستونزمن کړي دي. د ده په خبره، دغه وضعیت یوازې د ماشومانو پر روغتیا نه، بلکې پر روحیه یې هم اغېز کوي او هغوی د ژمي اوږدې ورځې په زړهتنګۍ تېروي.
د پکتیا د څمکنیو ولسوالۍ اوسېدونکي فولاد خان هم ویلي، په کلي کې ګڼې کورنۍ د شلو یا دېرشو کسانو لپاره یوازې یوه خونه ګرمولای شي؛ هماغه خونه د پخلي او د کورنۍ د اوسېدو لپاره هم کارېږي. هغه وايي، د اقتصادي ستونزو له امله کورنۍ نه شي کولای هرې خونې ته جلا بخارۍ یا د تودوخې وسیله برابره کړي.
د افغانستان له نورو سړو سیمو کورنیو هم ویلي چې د ژمي له رارسېدو مخکې د سونګ توکو، کورونو د ګرمولو او د ماشومانو د روغتیا په اړه اندېښمنې وي. د دوی په وینا، واوره ډېری وخت لارې او کوڅې بندوي او روغتیايي مرکزونو ته لاسرسی محدودوي. کورنۍ زیاتوي چې ماشومان د بهرني فعالیت لپاره خوندي ځایونه نه لري؛ فولاد خان ادعا کوي چې د ماشومتوب د سختې یخنۍ تجربه لا هم د هغه پر بدن اغېز لري او د سړې هوا پر وړاندې مقاومت نه شي کولای.
د ماشومانو د حقونو پوهه ساره سعیدي وايي، په ژمي کې د اوږدې مودې لپاره په کور پاتې کېدل او د لوبو او فزیکي فعالیت نشتوالی د ماشومانو د بېحوصلګۍ، یوازیتوب او انزوا سبب کېدای شي. هغې کورنیو ته سپارښتنه کړې چې د امکان تر کچې په کور کې د ماشومانو لپاره نقاشي، کیسې، لاسي کارونه او نورې ساده فکري بوختیاوې برابرې کړي، څو د هغوی ذهنونه فعال پاتې شي.
د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان او یونیسف هم په خپلو راپورونو کې د افغانستان د ماشومانو د سړې هوا، د ګرمو جامو او مناسبې سرپناه د نشتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. د سرچینې له مخې، سېو د چلډرن د ۲۰۲۶ کال په جنوري کې ویلي وو چې د افغانستان په ختیځ او شمال کې شاوخوا ۲۷۰ زره زلزلهځپلي ماشومان د ژمي پر مهال له نامناسبې سرپناه او د ژوند ګواښوونکو ناروغیو سره مخ دي. یونیسف هم وايي چې سلګونه زره افغان ماشومان لا هم له لومړنیو اسانتیاوو بېبرخې دي.