کاناډا او قطر په افغانستان کې د قونسلي مرستو د پراختیا تړون لاسلیک کړ

کاناډا او قطر په افغانستان کې د کاناډايي وګړو لپاره د قونسلي خدمتونو د پیاوړتیا په موخه یو تړون لاسلیک کړی دی. د دې هوکړې له مخې به قطر په افغانستان کې د کاناډايي اتباعو د قونسلي چارو په ترسره کولو کې له کاناډا سره مرسته کوي.
تړون په اوتاوا کې د کاناډا او قطر د ستراتیژیکو خبرو اترو پر مهال لاسلیک شو. د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې انیتا اننډ او په بهرنیو چارو کې د قطر د دولت وزیر محمد بن عبدالعزیز بن صالح الخلیفي د هوکړې لاسلیک کوونکي وو.
د کاناډا حکومت د نومبر پر ۲۴مه په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې دا ترتیبات به په افغانستان کې له قونسلي ستونزو سره مخ کاناډايي وګړو ته د مرستو د برابرولو په برخه کې د دواړو هېوادونو همکاري اسانه کړي.
اننډ ویلي، د کاناډا او قطر ترمنځ د پانګونې تړون او د ځواک ساتنې تړون به اقتصادي اړیکې لا ژورې کړي. هغې زیاته کړې چې د دغو هوکړو له لارې به په افغانستان کې د کاناډايي وګړو د پېچلو قونسلي قضیو په اړه همکاري هم پیاوړې شي.
کاناډا په ۲۰۲۱ کال کې په کابل کې د خپل سفارت فعالیتونه وځنډول؛ دا اقدام د اګست په میاشت کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ترسره شو. له همدې امله په افغانستان کې د کاناډايي وګړو د قونسلي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د بل هېواد همکاري مهمه بلل شوې ده.