ملګري ملتونه: په افغانستان کې د ښځو د ملاتړ خدمتونه د مرستو د کمښت له امله له ګواښ سره مخ دي

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي خطرونه زیات شوي او هغه خدمتونه چې ښځې پرې تکیه کوي، د نړیوالو مرستو د کمېدو له امله له جدي ننګونو سره مخ دي. دغه څرګندونې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړیوالې ورځې په مناسبت شوې دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي پر وړاندې د ۱۶ ورځني کمپاین د پیل پر مهال، په ټول هېواد کې د ښځو او نجونو د ملاتړ کوونکو ښځینه بنسټونو لپاره د بېړنۍ پانګونې غوښتنه کړې ده. د دې ادارې ځانګړې استازې سوزان فرګوسن ویلي، د تاوتریخوالي د زیاتېدونکو خطرونو ترڅنګ هغه خدمتونه هم له منځه ځي چې ښځې او نجونې پرې متکي دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش په خپل پیغام کې ویلي، له کورني تاوتریخوالي او د ښځو له وژنو نیولې، تر انلاین ځورونې او په جګړه ځپلو سیمو کې جنسي تاوتریخوالي پورې، میلیونونه ښځې او نجونې لا هم له بېلابېلو ګواښونو سره مخ دي. هغه د تاوتریخوالي د قربانیانو لپاره د عدالت او د مخنیوي په برخه کې د لا پیاوړې ژمنتیا غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې اجرائیوي مشرې سیما باهوس خبرداری ورکړی چې ټکنالوژي د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي نوې لارې رامنځته کوي، خو د عدالت سیستمونه د دغو ګواښونو پر وړاندې په کافي چټکتیا غبرګون نه شي ښودلای. هغې د قربانیانو د ساتنې، عدالت ته د لاسرسي او د مجازاتو له معافیت سره د مبارزې پر اړتیا ټینګار کړی دی.
د افغانستان د ښځو د بنسټونو او اعتراضي خوځښتونو استازو هم غوښتي چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی، تبعیض، ځپنه او محرومیت باید له هر ډول توجیه پرته پای ته ورسېږي. د ښځو د حقونو فعالې هیلې شینوارې ادعا کړې چې ښځې له ټولنیز ژوند څخه د ایستلو او د هغوی د ځپلو له وضعیت سره مخ دي.
د ښځو د حقونو یوې بلې فعالې، صالحې عیني، ویلي چې تاوتریخوالی یوازې وهل ټکول او جسمي زیان نه دی؛ بلکې د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل، د ښځو د کار مخنیوی او له عامه ژوند څخه د هغوی لرې کول هم د بشري حقونو سرغړونې دي. په ورته وخت کې طالبان ادعا کوي چې د دوی د واکمنۍ پر مهال د افغانستان د اتباعو ټول شرعي حقوق تأمین دي.
اروپايي ټولنې او د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان هم ویلي چې د ښځو حقونه د سولې، امنیت او ټولنیز ثبات لپاره بنسټیز اهمیت لري. دوی د قربانیانو د ساتنې، د عاملینو د حساب ورکولو او په عامه او شخصي ژوند کې د ښځو د برابر ګډون لپاره د دوامدارو اقداماتو غوښتنه کړې ده.