د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

افغانستان او تاجکستان پر ګډ سرحد د بازار جوړولو طرحه څېړي

افغان اتلان · پښتو
افغانستان او تاجکستان پر ګډ سرحد د بازار جوړولو طرحه څېړي

په کابل کې د تاجکستان سفیر سعدي شریفي ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره پر ګډه پوله د ګډ بازار جوړولو پلان لري؛ هغه دغه طرحه د دواړو هېوادونو د سوداګرو، پانګه‌والو او خلکو ترمنځ د اقتصادي تعاملاتو د پراخېدو لپاره مهمه بللې ده.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې شریفي دا څرګندونې د دې خونې له عمومي رییس سیدکریم هاشمي سره په لیدنه کې کړې دي. په دې ناسته کې د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا، دوه‌ اړخیزو همکاریو او د پانګه‌والو لپاره د نویو فرصتونو پر برابرولو خبرې شوې دي.

د خونې عمومي رییس د تاجکستان د سفیر لیدنه د دواړو هېوادونو د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې یو ګام بللی دی. هاشمي ویلي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه د خصوصي سکټور د ملاتړ او له ګاونډیو، سیمه‌ییزو او نړیوالو هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره فعالیت کوي.

هاشمي زیاته کړې چې هڅه کوي افغان سوداګرو ته تاجکستان ته د سفر، له دغه هېواد سره د اړیکو او ګډو سوداګریزو فعالیتونو زمینه برابره کړي. د ده په وینا، په لومړي پړاو کې به لږ تر لږه د لسو افغان سوداګرو د یوه پلاوي تاجکستان ته د سفر لپاره زمینه برابره شي، څو هلته له شته سوداګریزو او پانګیزو فرصتونو سره بلد شي او له تاجکستاني سوداګرو سره مستقیمې اړیکې ټینګې کړي.

د تاجکستان سفیر ویلي چې د هېواد مشرتابه یې له افغانستان سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د لا پراختیا ملاتړ کوي. هغه همدارنګه د تاجکستان د سوداګرۍ خونې لېوالتیا څرګنده کړې چې له افغان سوداګرۍ او پانګونې خونې سره لیدنې، منظم تګ راتګ او ګډې سوداګریزې همکارۍ زیاتې کړي.

د ناستې په پای کې دواړو لورو د دوستانه اړیکو پر پیاوړتیا او د دوه‌ اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی او د دوستۍ په نښه یې یو بل ته ډالۍ ورکړې دي.