په کابل علمي کنفرانس کې د اسلامي امارت پر ساتنې او ملي یووالي ټینګار وشو

د اسلامي امارت مشر شیخ هبتالله اخندزاده په کابل کې یوې علمي ـ څېړنیزې غونډې ته د وینا پر مهال د اسلامي نظام پر ساتنې، د شریعت پر پلي کېدو او د مسلمانانو پر یووالي ټینګار کړی دی. نوموړي ویلي، مسلمانان باید د خپل واک د ساتلو لپاره یو د بل پر وړاندې ونه جنګېږي.
دغه کنفرانس د لوړو زدهکړو وزارت په مشرۍ او د وردګ پوهنتون له خوا د «د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمانونو اغېزې؛ له اسلامي رهبرۍ څخه تر شرعي، ټولنیزو، سیاسي، اقتصادي او فرهنګي پرمختګونو پورې» تر سرلیک لاندې جوړ شوی دی. غونډه په کابل پوهنتون کې ترسره شوې او په کې دیني عالمانو، د پوهنتونونو استادانو، څېړونکو او د اسلامي امارت چارواکو ګډون کړی دی.
شیخ هبتالله اخندزاده ویلي، د اسلامي امارت سیاست د قرانکریم او شریعت پر بنسټ ولاړ دی او د هغه په وینا، له اسلامي امارت پرته د شریعت پلي کول ناشوني دي. نوموړي له خلکو غوښتي چې د اسلامي امارت له تعریف او حقیقت سره ځانونه بلد کړي او د نظام د ساتنې لپاره هڅې وکړي.
هغه د مسلمانانو پر یووالي هم ټینګار کړی او ویلي یې دي چې مومنان باید د یوه وجود په څېر د یو بل ملاتړ وکړي. د نوموړي په وینا، د امیر درناوی د رعیت درناوی ګڼل کېږي او د یووالي رامنځته کېدل د امیر په ملاتړ ممکن دي. هغه زیاته کړې چې د ده له تنفیذي امر پرته د قصاص او حدودو اجرا نه کېږي.
د اسلامي امارت مشر ویلي، د فتنې د مخنیوي لپاره قرباني ته اړتیا ده او ده د فتنې د دروازو د تړلو په موخه د اسلامي امارت مشري منلې ده. نوموړي ژمنه کړې چې د خپل واک د ساتلو لپاره به مسلمانان یو د بل پر وړاندې ونه دروي. هغه همداراز ویلي، که عالمان پر یوه نظر سره راټول شي، هېڅوک به یې مقابله ونه شي کړای.
نوموړي د خلکو د دیني پوهاوي پر لوړولو او د اسلامي امارت د پېژندنې پر اړتیا هم خبرې کړې دي. هغه ادعا کړې چې اوس د هېواد د هېڅ برخې واک د بل چا په لاس کې نه دی، فتنه پای ته رسېدلې او د نظام د ساتنې وخت دی.
شیخ هبتالله اخندزاده له بهر مېشتو افغانانو غوښتي چې هېواد ته راستانه شي او ویلي یې دي چې ټول افغانان کولای شي له توپیر پرته په افغانستان کې په امن ژوند وکړي. د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون د راپور له مخې، د هېواد له بېلابېلو سیمو راغلو دیني عالمانو نوموړي ته په همدې کنفرانس کې د «شیخالاسلام» لقب هم ورکړی دی.