په پاکستان کې د نویو ایالتونو پر جوړېدو د اړتیا او واک وېش بحث

په پاکستان کې د نویو ایالتونو د جوړولو موضوع یو ځل بیا د سیاسي بحثونو په سر کې راغلې ده. د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وايي، که خلک یې وغواړي، حکومت به د نویو ایالتونو د جوړېدو لپاره ګامونه واخلي.
نقوي ویلي چې د دې موضوع اړوند چارې له اټکل څخه هم په چټکۍ روانې دي او د سوداګرۍ خونې غړي، سوداګر او کروندګر له حکومت سره همکاري کوي. هغه هیله څرګنده کړې چې د خلکو د غوښتنې په صورت کې به نوي ایالتونه جوړ شي.
په خیبر پښتونخوا کې د هزاره ایالت د جوړېدو غوښتنه له ډېرې مودې راهیسې مطرح ده. په بلوچستان کې هم د پښتون مېشتو سیمو لپاره د جلا ایالت جوړولو یا له خیبر پښتونخوا سره د یوځای کېدو غوښتنې وخت ناوخت راپورته کېږي، خو د سیاسي څېرو دریځونه په دې اړه یو شان نه دي.
د خیبر پښتونخوا پخواني اعلی وزیر امیر حیدر خان هوتي ویلي، له هر څه مخکې باید دا روښانه شي چې پاکستان په رښتیا نویو ایالتونو ته اړتیا لري که نه. د هغه په وینا، اساسي قانون د نویو ایالتونو د جوړېدو امکان منلی، خو ټاکلې قانوني کړنلاره باید عملي شي او د دې اقدام اړتیا باید ثابته شي.
هوتي د هغو څرګندونو په اړه هم شک څرګند کړی چې ګواکې نوي ایالتونه به واک د خلکو تر کچې ورسوي. هغه وايي، په اوسني سیمهییز حکومتولي نظام کې هم خلکو ته لازم واکونه نه دي ورکړل شوي؛ نو یوازې د اداري واحدونو زیاتول ښايي ستونزې حل نه کړي او حتی نورې ستونزې رامنځته کړي. د ده په اند، د موجود سیمهییز نظام پیاوړتیا تر نوي وېش مهمه ده.
د مردان اوسېدونکي زبیر خان د نوي اداري جوړښت د لګښتونو او ګټو په اړه پوښتنې مطرح کړې دي. هغه ادعا کوي چې ښايي په کانونو لرونکو سیمو کې د مرکزي حکومت د واک ټینګولو هڅه موجوده وي او د نویو ایالتونو لپاره د جلا ادارو او دفترونو جوړول به ډېرې بودیجې ته اړتیا ولري. نوموړي ویلي، دغه پیسې باید د خلکو د هوساینې او پرمختیايي پروژو لپاره ولګول شي.
د پېښور اوسېدونکي محمد جمال بیا ټینګار کړی چې حکومت باید د نویو ایالتونو پر ځای اقتصادي او امنیتي ستونزو ته لومړیتوب ورکړي. هغه د افغانستان، هند او نورو هېوادونو سره د پاکستان د سوداګرۍ د کمزورتیا یادونه کړې او ویلي یې دي چې صادرات باید بېرته پراخ شي او ایالتونو ته د اساسي قانون له مخې ورکړل شوې خپلواکي عملي شي.
د پاکستان د اساسي قانون د ۲۳۹مې مادې له مخې، د نوي ایالت جوړول د اساسي قانون تعدیل غواړي. د دې لپاره باید د پارلمان په دواړو جرګو او د اړوند ایالت په اسمبلۍ کې دوه پر درېیمه اکثریت ترلاسه شي.