د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

کونړ کې د ځمکې پر سر شخړه؛ یو کس وژل شوی او پنځه نیول شوي

افغان اتلان · پښتو
کونړ کې د ځمکې پر سر شخړه؛ یو کس وژل شوی او پنځه نیول شوي

د کونړ په وټه‌پور ولسوالۍ کې د ځمکې د ملکیت پر سر د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې یو کس وژل شوی دی.

د کونړ امنیه قومانداني وايي، پېښه نن سهار د قمچۍ سیمې اړوند په ترۍ کلي کې رامنځته شوې ده.

د پولیسو په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د شخړې پر مهال د یوې کورنۍ له لوري پر یوه کس ډزې شوې دي. د قوماندانۍ په وینا، دغه کس د ټوپک د ډزو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

امنیه قومانداني زیاتوي چې د پېښې په تړاو پنځه کسان نیول شوي، خو د هغوی د هویت او د قضیې د راتلونکو اقداماتو په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.