د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

افغانستان الف لوبډلې هانګ کانګ ته د اوو وېکټو په توپیر ماتې ورکړه

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

د افغانستان الف لوبډلې، چې د ابدالیانو په نوم هم یادېږي، د ځوانانو اسیا جام په سیالیو کې هانګ کانګ الف لوبډلې ته په اوو وېکټو ماتې ورکړه او په دې ټورنمنټ کې یې خپله لومړۍ بریا ترلاسه کړه.

افغانستان پچه وګټله او هانګ کانګ ته یې د لومړۍ توپوهنې بلنه ورکړه. د هانګ کانګ ټوله لوبډله د ۶۶ منډو له جوړولو وروسته وسوځېده، خو افغان لوبډلې دغه هدف په ۱۱ اوورونو کې د درېیو وېکټو په زیان بشپړ کړ.

د افغانستان په توپ اچونه کې الله‌محمد غضنفر څلور وېکټې واخیستې. نصیرخان معروف‌خېل درې وېکټې واخیستې، په داسې حال کې چې بشیر احمد او نوید ځدراڼ یوه یوه وېکټه ترلاسه کړه.

د هدف په تعقیب کې دروېش رسولي د افغانستان لپاره تر ټولو ډېرې، ۵۰ منډې جوړې کړې. عمران میر ۱۵ منډې وکړې. حسن عیسی‌خېل په دوو او بهیر شاه په یوې منډې وسوځېدل، خو افغان لوبډلې د پاتې توپوهونکو په مرسته بریا خپله کړه.

افغانستان الف لوبډلې تر دې بریا مخکې په سیالیو کې دوه ماتې هم خوړلې وې. دغه لوبډله په خپله لومړۍ لوبه کې سریلانکا الف لوبډلې ته په شپږو وېکټو او په دویمه لوبه کې بنګله‌دېش الف لوبډلې ته په یوې وېکټې ماتې شوې وه.

د همدې سیالیو په بله لوبه کې پاکستان الف لوبډلې هند الف ته په ۴۸ منډو ماتې ورکړه. پاکستان لومړی توپوهنه وکړه او هند ته یې د ۳۱۴ منډو هدف وټاکه. د هند لپاره تېلک ورما ۱۰۰، ابيشېک شرما ۷۰ او شهباز احمد ۵۶ منډې وکړې، خو د پاکستان ټاکلی هدف یې پوره نه کړ.