یونیسف: د ماشومانو غږ دې د هغوی پر راتلونکې اغېز لرونکو پرېکړو کې واورېدل شي

د نومبر شلمه د ماشومانو نړیواله ورځ ده؛ هغه مناسبت چې هر کال د ماشومانو د حقونو د ملاتړ، د هغوی د ستونزو د را برسېره کولو او د ماشومانو د هوساینې لپاره د نړیوالې پاملرنې د جلبولو په موخه نمانځل کېږي. سږ کال دا ورځ په داسې وضعیت کې را رسېږي چې په افغانستان کې ګڼ ماشومان له بېوزلۍ، خوارځواکۍ او زدهکړو ته له نه لاسرسي سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو له خوا په ۱۹۵۴ کال کې د ماشومانو نړیواله ورځ د نړیوال پیوستون، عامه پوهاوي او د ماشومانو د هوساینې د پیاوړتیا لپاره ونومول شوه. د دې ورځې موخه دا ده چې د ماشومانو بنسټیز حقونه، اړتیاوې او هغه ستونزې چې د دوی پر ژوند او راتلونکې اغېز کوي، د دولتونو او ټولنې د بحث په سر کې پاتې شي.
یونیسف د روان کال لپاره «زما ورځ، زما حقوق او زما راتلونکې» شعار ټاکلی او وايي چې د ماشومانو نظرونه باید واورېدل شي. دغه اداره پر دې ټینګار کوي چې هر ماشوم باید زدهکړو، روغتیايي خدمتونو، امنیت او ملاتړ ته لاسرسی ولري او په داسې خوندي چاپېریال کې لوی شي چې د هغه وده پکې خوندي وي.
د ماشومانو د ژغورنې نړیواله اداره، سیف د چلډرن، وايي چې په افغانستان کې بېځایه کېدو د ماشومانو د ژوند شرایط نور هم سخت کړي دي. د دې ادارې په وینا، بېځایه شوي ماشومان له زیاتې لوږې، روغتیايي ستونزو، زدهکړو ته د کم لاسرسي او د تاوتریخوالي او نورو خوندیتوب اړوندو ګواښونو سره مخامخ دي.
د سیف د چلډرن په یوه تازه راپور کې، چې په افغانستان کې د اوو ولایتونو له ۸۰۰ څخه د زیاتو ماشومانو او د هغوی له پالونکو سره د مرکو پر بنسټ برابر شوی، ویل شوي چې له نیمایي زیاتو ماشومانو د خپلو اصلي سیمو له پرېښودو وروسته د خوړو د کمېدو خبر ورکړی دی. په همدې سروې کې ۴۱ سلنه ماشومانو ویلي چې روغتیايي وضعیت یې خراب شوی، او پالونکو د زدهکړو ته د لاسرسي د ۳۳ سلنې کموالی یاد کړی دی.
راپور زیاتوي چې له هرو لسو ماشومانو څخه یوازې یوه د محدودو مرستو د ترلاسه کولو خبره کړې، خو له لسو څخه نهو ماشومانو د خوړو مرستې ته اړتیا ښودلې ده. دا موندنې د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت د دې اړتیا څرګندونه کوي چې د افغانستان د ماشومانو د خوړو، روغتیا، زدهکړو او خوندیتوب لپاره لا ډېر ملاتړ برابر شي.