نصیر خان له سلیزې او نهه ویکټو سره؛ افغانستان له زمبابوې مات شو

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د ټسټ د دوو لوبو لړۍ د زمبابوې په بریا پای ته ورسېده. زمبابوې د سه شنبې په ورځ، د نومبر پر ۱۷مه، په شارجه نړیوال لوبغالي کې افغانستان ته په پنځهورځنۍ لوبه کې ماتې ورکړه.
د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ ټسټ لوبه بې پایلې پای ته رسېدلې وه، خو په دویمه لوبه کې زمبابوې بریا خپله کړه او د لړۍ وروستۍ پایله یې د ځان په ګټه بدله کړه.
د افغانستان لپاره د دې لوبې تر ټولو روښانه څېره ځوان لوبغاړی نصیر خان معروفخېل و. هغه په خپله لومړۍ ټسټ لوبه کې سلیزه ووهله او د زمبابوې نهه لوبغاړي یې وسوځول.
معروفخېل هڅه وکړه چې افغانستان له ماتې وژغوري، خو د لوبډلې نورو لوبغاړو ونه شوای کولای په کافي اندازه ورسره ملګرتیا وکړي. نوموړی تر پایه ونه سوځېد، خو د هغه هڅې د افغانستان د بریا لپاره بسنه ونه کړه.
افغانستان په روان کال کې څلور ټسټ لوبې ترسره کړې دي. له دغو لوبو څخه یې دوه بایللې او دوه نورې یې مساوي پای ته رسولې دي.