په اندونیزیا کې زرګونه افغان پناهغوښتونکي د اوږدې بېسرنوشتۍ له امله اندېښمن دي

په اندونیزیا کې یو شمېر افغان پناهغوښتونکي له یوې لسیزې ډېر وخت راهیسې درېیم هېواد ته د بیا مېشتېدو په تمه دي. دوی وايي چې اوږد انتظار، د کار نشتوالی، محدود روغتیايي خدمات او له کورنیو څخه لرېوالی یې ژوند له سختو ستونزو سره مخ کړی دی.
۶۶ کلن شفاعي، چې د امنیتي ستونزو او د خپلې کورنۍ لپاره د ښه راتلونکي د برابرولو په هیله یې څه باندې دولس کاله مخکې افغانستان پرېښی، وايي نږدې ۱۳ کاله یې د خپل کیس د پایلې په تمه تېر کړي دي. نوموړي د خپلې غوښتنې له مخې خپل بشپړ نوم نه دی ښودلی.
شفاعي په ۲۰۱۴ کال کې له ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ سره د پناه غوښتنې غوښتنلیک ثبت کړ. وروسته د کډوالۍ نړیوال سازمان تر ملاتړ لاندې راغی، چې د ژوند لګښتونه او روغتیايي خدمتونه یې پوښل. هغه څه موده وروسته د اندونیزیا باتام ښار ته ولېږدول شو او تر اوسه هلته اوسېږي.
د نوموړي مېرمن او شپږ اولادونه یې په افغانستان کې دي. شفاعي وايي، په دومره اوږده موده کې نه یوازې له خپلې کورنۍ لرې پاتې شوی، بلکې د هغوی مالي ملاتړ یې هم نه دی توانېدلی. هغه وايي چې اولادونه یې د پلار د راتګ او مرستې په تمه دي، خو دی لا هم د خپل راتلونکي په اړه روښانه ځواب نه لري.
د شفاعي په وینا، افغان پناهغوښتونکي په اندونیزیا کې د کار اجازه نه لري، د زدهکړو فرصتونه یې محدود دي او نورو ښارونو ته په تګ راتګ کې هم له ستونزو سره مخ دي. ډېری کسان په ګډو ودانیو کې ژوند کوي او د استوګنې ځای یا د کوټې د ملګري په ټاکلو کې پراخ اختیار نه لري. هغه وايي، که د ژبې او مسلکي زدهکړو کورسونه برابر شوي وای، پناهغوښتونکو به د خپل راتلونکي لپاره لا ډېر چمتووالی نیولی وای.
د کډوالو د حقونو فعال جواد رباني، چې خپله هم له ۱۳ کلونو راهیسې د خپل کیس په تمه دی، له بشري حقونو بنسټونو او د کډوالو له منونکو هېوادونو غواړي چې د اندونیزیا د پناهغوښتونکو وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي او ورته دایمي حل ومومي. افغان پناهغوښتونکو په تېرو کلونو کې څو ځله لاریونونه هم کړي؛ وروستی ځل لسګونو کسانو د جاکارتا او مکاسر په ښارونو کې د نومبر پر ۹مه اعتراض وکړ.
د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر د احصایوي راپور له مخې، په اندونیزیا کې ۴۷۴۲ افغان پناهغوښتونکي ثبت شوي دي. د کډوالو عالي کمېشنرۍ د بیا مېشتېدو د ځنډ او د زړو او ناروغو پناهغوښتونکو د وضعیت په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته د راپور تر خپرېدو ځواب نه دی ورکړی. دغه اداره مخکې ویلي چې درېیم هېواد ته بیا مېشتېدل تضمین شوی حق نه دی، د هر کس زیانمن شرایط ارزول کېږي او وروستۍ پرېکړه د منونکو هېوادونو له واک سره تړاو لري.
شفاعي وايي، شاوخوا درې میاشتې مخکې سخت ناروغ شوی، خو لا هم اړینو درملنو او بنسټیزو درملو ته بشپړ لاسرسی نه لري. نوموړی له چارواکو غواړي چې کیس یې ژر وڅېړل شي؛ خو وايي اوس د بیا مېشتېدو تر څنګ د خپل ژوند د دوام په اړه هم جدي اندېښنه لري.