د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

افغانستان او ایران د کرنیزو صادراتو او سوداګریزو اسانتیاوو پر پراختیا خبرې کړې

افغان اتلان · پښتو
افغانستان او ایران د کرنیزو صادراتو او سوداګریزو اسانتیاوو پر پراختیا خبرې کړې

د افغانستان د مالیې وزیر ملا محمد ناصر اخوند په ایران کې د دغه هېواد د کرنې له وزیر سره د کرنیزو محصولاتو د صادراتو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

د مالیې وزارت د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان له لوري د دوه اړخیزو همکاریو د اقتصادي کمېسیون مشر ملا محمد ناصر اخوند او ورسره مل پلاوي د ایران د کرنې له وزیر او د دغه هېواد له لوري د همدې کمېسیون له مشر غلام رضا نوري قزلجه سره لیدلي دي.

په دې کتنه کې ایران ته د افغان کرنیزو محصولاتو د صادرولو، د ګمرکونو د ۲۴ ساعته فعالیت، د افغان سوداګرو د ستونزو د حل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د راتلونکې ګډې اقتصادي غونډې د جوړېدو په اړه خبرې شوې دي.

د خبرپاڼې په وینا، دواړو لورو د غیرقانوني توکو د قاچاق د مخنیوي او نورو اړوندو سوداګریزو او اقتصادي موضوعاتو په اړه هم بحث کړی دی.

د ایران د کرنې وزیر په افغانستان کې د کرنې، مالدارۍ او اوبولګولو په برخو کې د اړینو همکاریو ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې هېواد یې د دوه اړخیز اقتصادي کمېسیون راتلونکې غونډې ته بشپړ چمتووالی نیسي.

د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې، دغه لیدنه ایران ته د افغان پلاوي د رسمي سفر په ترڅ کې ترسره شوې ده.