د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

برلین او بن ته د افغانستان د څلورو ډیپلوماټانو د استولو هڅه

افغان اتلان · پښتو
برلین او بن ته د افغانستان د څلورو ډیپلوماټانو د استولو هڅه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت غواړي په جرمني کې خپل سفارت او قونسلګري د څلورو نویو ډیپلوماټانو په استولو سره پیاوړې کړي؛ خو د دې اقدام په اړه د کابل او برلین چارواکو تر اوسه رسمي څرګندونې نه‌دي کړې.

د وزارت باخبره سرچینو ویلي، هدایت‌الله پکتین، محمدحکیم حکیمي، بشیر احمد افغان او سعید اکبر رستاد اوس په دوحه کې دي او د جرمني د ویزو د ترلاسه کولو چارې تعقیبوي. د سرچینو په وینا، د جرمني حکومت د دغو څلورو استازو له ویزو سره موافقه کړې ده.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، بشیر احمد افغان به په برلین کې د افغانستان د سفارت د لومړي منشي او سعید اکبر رستاد د دویم منشي په توګه دنده ترسره کړي. هدایت‌الله پکتین او محمدحکیم حکیمي بیا د بن ښار د افغانستان په قونسلګرۍ کې د دویمو منشیانو په توګه ټاکل شوي دي.

دا بدلونونه داسې مهال مطرح کېږي چې کابل او برلین د قونسلي چارو د تنظیم او د هغو افغان پناه‌غوښتونکو د بېرته ستنولو په اړه تخنیکي بحثونه لري چې په جرمني کې د قانوني اوسېدنې حق نه‌لري. د سرچینو په وینا، د ډیپلوماټیکو او قونسلي استازولیو فعال حضور د اسنادو د برابرولو او د کډوالۍ اړوندو دوسیو د سمبالولو لپاره مهم بلل کېږي.

د جرمني د حکومت د رسمي معلوماتو له مخې، شاوخوا ۴۵۰ زره افغان وګړي په دغه هېواد کې مېشت دي. برلین وايي، له کابل سره اداري او قونسلي اړیکې د کډوالۍ د ستونزو د مدیریت او د مجرمو کسانو د ایستلو له بهیر سره تړاو لري.

جرمني، د اروپايي ټولنې د ډېرو هېوادونو په څېر، د ۲۰۲۱ کال له سیاسي بدلونونو وروسته اسلامي امارت په رسمي توګه نه‌دی پېژندلی. د جرمني چارواکو ټینګار کړی چې له کابل سره قونسلي او تخنیکي همکاري د اسلامي امارت د سیاسي رسمیت پېژندنې معنا نه‌لري.