په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د اتیا کلن حضور په مناسبت غونډه جوړېږي

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ اعلان کړی چې د دغه سازمان د غړیتوب د اتیا کلنې په مناسبت به یوه ګډه غونډه جوړه کړي. ټاکل شوې ده په دې ناسته کې د افغانستان او ملګرو ملتونو د اړیکو تاریخ، د هېواد ډیپلوماټیک رول او د راتلونکو همکاریو امکانات وڅېړل شي.
د افغانستان د استازولیو د معلوماتو له مخې، غونډه به د نومبر پر ۱۸مه د «افغانستان او ملګري ملتونه؛ اته لسیزې تعامل، مشارکت او د راتلونکي لپاره زدهکړې» تر سرلیک لاندې ترسره شي. ناسته به هم په حضوري او هم په انلاین بڼه جوړه وي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ چارسمبالي نصیر احمد فایق ویلي، دا پروګرام د افغانستان د استازولیو په همکارۍ په نیویارک، ژنیو او ویانا کې جوړېږي. هغه زیاته کړې چې غونډه به د افغانستان د خلکو د نظرونو او غوښتنو د مطرح کولو لپاره زمینه برابره کړي.
د فایق په وینا، په دې بحث کې به د سولې، انساني کرامت، برابرۍ او د ښه راتلونکي لپاره د افغانانو پر هیلو هم ټینګار وشي. په ژنیو کې د افغانستان استازولۍ هم ویلي چې ګډونوال به په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د حضور تاریخي بهیر او د هېواد نړیوال ډیپلوماټیک رول وارزوي.
افغانستان د ۱۹۴۶ کال د نومبر پر ۱۹مه د ملګرو ملتونو غړیتوب ترلاسه کړ او سږ کال د دغه نړیوال سازمان په چوکاټ کې د خپل غړیتوب اتیا کلنه پوره کوي. محمدکبیر لودین په ۱۹۵۲ کال کې د ملګرو ملتونو لپاره د افغانستان د لومړي دایمي استازي په توګه دنده پیل کړې وه.
دا غونډه په داسې مهال جوړېږي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له سیاسي بدلونونو وروسته د ملګرو ملتونو د اعتبارلیکونو کمېټې لا هم د اسلامي امارت له خوا د معرفي شوي استازي په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې. د سرچینې د معلوماتو له مخې، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولي اوس هم د پخواني نظام د ډیپلوماټانو له خوا اداره کېږي.