د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

له ایرانه راستنېدونکي افغانان د پولیسو د ناوړه چلند او پیسو اخیستو ادعا کوي

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

له ایرانه تازه راستنېدلو یو شمېر افغانانو ادعا کړې چې د دغه هېواد د پولیسو او کمپونو له مسوولینو سره د مخامخ کېدو پر مهال ورسره ناسم، سپکوونکی او ځینې وختونه له انساني کرامت سره مخالف چلند شوی دی. دوی وايي، د نیول کېدو پر مهال ورباندې وهل شوي، سپکاوی ورته شوی او له ځینو کسانو څخه د پیسو غوښتنه هم شوې ده.

راستنېدونکو ویلي، افغان کډوال تر نیول کېدو وروسته کمپونو ته لېږدول کېږي او هلته د ستونزو له بېلابېلو بڼو سره مخ دي. د دوی په وینا، هغه کسان چې د ورکړې لپاره پیسې نه لري، ښايي نږدې یوه میاشت په کمپونو کې وساتل شي. دوی همداراز ادعا کوي چې په دې موده کې د ځینو افغانانو سرونه په زور خرییل شوي دي.

له ایرانه راستون شوي محمد رحیم ویلي، کله چې به افغانان نیول کېدل او کمپ ته به وړل کېدل، وهل، ښکنځل او سپکاوی به ورسره کېده. هغه ادعا کړې چې له کډوالو څخه به پیسې هم اخیستل کېدې او له هغوی سره به ډېر ناوړه چلند کېده. بل راستنېدونکي، رین‌الدین، ویلي چې د پیسو د نشتوالي له امله یو شمېر افغانان اوږده موده په کمپونو کې ساتل کېږي او د کمپ مسوولین ورسره ناسم چلند کوي.

حقوقي کارپوه نقیب‌الله عظیمي وايي، د نړیوالو قوانینو له مخې هېڅ هېواد اجازه نه لري چې له کډوالو سره ظالمانه یا غیرانساني چلند وکړي. نوموړي ټینګار کړی چې افغان حکومت باید دغه شکایتونه د ډیپلوماټیکو لارو له ایراني چارواکو سره شریک کړي او د ورته چلند د مخنیوي لپاره د حل لارې وغواړي.

په ورته وخت کې، په نیمروز کې سیمه‌ییز مسوولین وايي چې له ایران څخه هره ورځ تر دوه نیم زرو پورې افغان وګړي هېواد ته راستنېږي. د نیمروز د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئیس عبدالله ریاض ویلي، د ورېښمو پله په پوله کې ۱۲ کمېټې د راستنېدونکو د نوم‌لیکنې، لېږد، خدمتونو او نورو اسانتیاوو د برابرولو چارې ترسره کوي.

حقوقي کارپوهان ټینګار کوي چې د راستنېدونکو افغانانو شکایتونه باید په رسمي او ډیپلوماټیکه توګه وڅېړل شي، څو د هغوی حقونه خوندي او د انساني کرامت د ساتنې لپاره لازم اقدامات ترسره شي.