د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

غزن نیازی

د غزن نیازی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

غزن نیازی

له چا سره موسکی یم چرته ویر غوندې ولاړ یم

زه تل پخپل وجود کې د تصویر غوندې ولاړ یم
شرنګېږي مې په روح کې د ړندو شمعو سرود

د تورو ماښامونو د بهیر غوندې ولاړ یم
نه چا وعده راکړې د راتلو وي نه د زنګ

خو بیا هم تر سهاره د شوګیر غوندې ولاړ یم
یو ښکلي راته جوړ دی د خوږې مینې زندان

او زه پکې د عمر د اسیر غوندې ولاړ یم
هغه به ولې نه کوي خویونه د خانۍ

چې زه یې دروازه کې د فقیر غوندې ولاړ یم
د ستورو په هجوم کې شومه ورک لکه غزن

د تورو شګو منځ کې د اکسیر غوندې ولاړ یم