پښتو ادب · شاعران
فاروق فاروقي
د فاروق فاروقي پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
2 خپاره شوي شعرونه
واخیستهبشپړ شعر ولولئ
واخیسته
فاروق فاروقي
مو نږه په جنګ کى دومره لويه تجربه واخيسته
له جهانيانو مو وخپل کورته جګړه واخيسته
دکمونيزم پرچميز دليلن له ډاره
دمجاهد له هغه نوم مودا فايده واخيسته
چى موريګن ته داسلام دعوت پرغاړه وړئ
هغوى هم هغه شان پرمونږ داسى فلمه واخيسته
دسړيتوب په طمه ناست طمه له چانه وکړم
له جل وهلى سرخوړلى يي بټوه واخيسته
په ترږمۍ کى بيا له کومى ډلى لار خطا وه
په رڼا ورځ يي زمونږ دکورهغه ډيوه واخيسته
په لاره تلل خوفاروقى ته يي چى برګ وکتل
ته وا دوښمن څه يي له څيرمى مارګله واخيسته
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
فاروق فاروقي
روان یمه په لاره کګلیچونه دی اوزه یم
د ژوند په دغې لاره چیلجونه دی اوزه یم
زه می له خپل قام سره تردی مهاله زغلم
نوڅه راپیښه شوی مینتونه دی اوزه یم؟
په دی طمعه کوچنیوته په لاس کی قلم غواړم !
راتلونکې منتظردې حوسونه دی اوزه یم
دا زه په دی امید یم چی ویښتیابه موپه برخه
د ژوند له قافلی سره ویرونه دی اوزه یم
ماته یی په غوږکې بس همدا ترنوم وکړ
کینه په کراره خطرونه دی اوزه یم
په دغه ماښامی کی چی دشعربلبله راشی
دانو فلسفه شوه آوازونه دی اوزه یم
په کوم ټال زنګیدلې فاروقی ته قسم ورکړې
یواځی می هیواد سره فکرونه دی اوزه یم
***************************************