د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

ښکلا سحر

د ښکلا سحر پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

2 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ښکلا سحر

په تصؤر کې مي خندا نه راځي
غم کړمه سخته اوس ژړا نه راځي

بس په ژوندون باندي یې قدر وکړه
دا مــور او پلار دغه دنــیا نه راځي

زما دژوند دپسـرلو مــــــــوسم وو
ارمــــان لوېـــدلو پاڼو بيا نه راځي

زه دحــــالاتو ښه او بد څه کوم؟
دلؤږې مرمه، تن ته ساه نه راځي

مجنون په تمه، هسي وخت برباد کړ
پدې خبر وو، چي لـیلا نه راځي

شپه او تیاره، دخاموشی سلطنت
د یـار له زړه څــخه، رڼـا نه راځي

ښکلا! روانه، خو ډیر بیرته راغله
ځان به ایره کړي، خو پرشا نه راځي

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ښکلا سحر

لکه په توره شپه کي رنګ چي د سهار لټوي
داسي مي زړه په مړاوي روح کي اعتبار لټوي

که د حالاتو په صحرا کي تنده زیاته سوه نو
زموږ همت د کاڼو مېنځ کي هم آبشار لټوي

چي دخپل ننګ په قیمت اخلي راحتونه دلته
زموږ غیرت په داسي خلګو کي خپل عار لټوي

د چا د جبر په تیارو کي به زندۍ نه سي نور
حق چي په خپله ژبه باندي خپل اوزار لټوي

دلته د چا له خولې د میني توري نه را وزي
هر یو سړی د بل په عېب کي خپل وقار لټوي

چي د سبا د سپېدو زېري په هر لور خپروي
ښکلا! دژوند په هر یو ګام کي نوې لار لټوي