د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

حمزه شنواري

د حمزه شنواري پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

دپښتون بابا خواستبشپړ شعر ولولئ

دپښتون بابا خواست

حمزه شنواري

چه بي تا چاته ټيټ نشي ننګــيالي زما ژوندن کړه
زړه زما دي مسلمان وي تفکر مي دپښــــــتون کړه
زه له وخته ګيله نـــــــــکړم چه ښادي يي له ما يـــــوړه
خوکاروان مي دهمت او استقلال بيرته راستون کړه
کوم( ســـبا) چه راروان دي چه د(نن )سره ګډ نــــشي
زما(نن )واخله (پرون)کړه اود(نن)په ځاي (پرون) کړه
په تبجـــــــــنه زمانــــــه کي دحــــــــالاتو زبــيرګي اورم
ته حکمت زماد حضـــــــــــــــــر،انديشه دافلاطون کړه
خدايه زيات کړي يو په لسه د پښــتو دليلا حسن
بيا زما مېنه هم زياته يوپه لسه تر مجنـــــــــون کړه
راعطا لکه دګل کړي جميـــــــــــعت په پريـــــــــــــشانې کې
چه حاصله ترې خنداوي،خــوښ مي هغه زړه چاودون کړه
په ګلـــــــــشن يي کړي بدلي ،دا زما واړه شـــــــــــډلې
هريو زړي دملت مي،تيغ په لاس کي رازرغون کـړه
زه دي وچ هډوکي شپـــيلم،خوملت مي دي ســـلطان وي
دا زما دسخن سيوري،په معني کي همــــــــــــــــــايون کړه
چه احــــــــساس دکمتري مي شو د غـــــير له تهذيبونو
دا چمجي د دق او سل مي ،د کالبوت ځني بيرون کړه