پښتو ادب · شاعران
سعيد زابلی ( کندهار )
د سعيد زابلی ( کندهار ) پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
2 خپاره شوي شعرونه
علامه رشاد صاحب ته !بشپړ شعر ولولئ
علامه رشاد صاحب ته !
سعيد زابلی ( کندهار )
علامه رشاد صاحب ته !
په هغه غونډه کې وارول شوچې ددرانه استاد په وياړ داينې دفتر له خوا په کندهار کې جوړه شې وه
اې په پښتني اسمان ځلاند ه لکه لمر ستورې
واڅومره سخي څومره لوى کوې هنر ستورې
لاس دسپينو وړانګوزموږ په سرباندې راتېرکانده
خداى به موکړي ستوري دالماسواوسره زرستورې
ستا په څېر ښايسته ډالۍ جهان ته موورکړې دي
دلته له بولانه له امونه تر خيبرستورې
تاته پښتنې پيغلې دعاکوي سندروکې
واي په ټپو کې خداى دې ساته له خطرستورې
ستاوقدموته سعيد خپل باڼه په لاره ږدي
ګوندي خداى يې کاندي په دې چاره بختورستورې
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
سعيد زابلی ( کندهار )
غزل
کړم اعتراف چې اږ وډېر هم غنمرنګ نه مني
زړه مې داټول ښکلي مني مګر بدرنګ نه مني
داستا شاعرخو دستار په څېر ده ښکلې ياره
څوک يې له نازه وړي په غيږ کې څوک يې ترنګ نه مني
چې زړه ترې يوسي نو به نور غريب ته څه پاته شي
شيخ ملامت نه ده چې ستا دبينګړو شرنګ نه مني
چې په ښايست کې دې دخو لفظ په شونډو راوړي
جانانه ومنه هغه نشه دبنګ نه مني
داکليوال سعيد خوهم يو عجيبه سړى ده
شونډې يې خوښې خو په شونډوباندې رنګ نه مني