پښتو ادب · شاعران
شفيق الله شاداب
د شفيق الله شاداب پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
شفيق الله شاداب
ستا غم كې مې بې واره بيا لمنې ته راځي
د دواړو سترګو اوښكې چې مې زنې ته راځي
دا نن چې انتظار هم د ګبين هسې شيرين دى
د ټول ژوند د تړون لپاره ژمنې ته راځي
آڅوك چې امن غواړي دغه ټول امن شكن دي
په نوم د اور- وژنې ورور- وژنې ته راځي
يوه غاړه دې څه راكړه، خولې دې پر مخ راغلې
چې څومره اندېښنې وي تا ډارنې ته راځي
له داسې رنځه روغ مه شه شادابه ادم خانه!
چې خپله درخانۍ درته پوښتنې ته راځي.