د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

پلوشه ساپۍ

د پلوشه ساپۍ پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

2 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

پلوشه ساپۍ

داغونه په ګوګل مې لګوي او رانه ځي
ډېوې مې د زخمونو بلوي او رانه ځي
د ژوند هستي مې ټوله ستا له سترګو نذرانه شه
په تلو كې چې يې بيا لا جنګوي او رانه ځي
پرهر- پرهر ټټر كې مې يو ستا انځور- انځور دى
انځور مې د خيالونو جوړوي او رانه ځي
شېبې شېبې ژوندون مې انتظار ستا د راتلو كړي
شېبې د انتظار مې اوږدوي او رانه ځي
ډالۍ راته د مينې په پښتون نظر كې راكړي
احساس مې په غزلو اړوي او رانه ځي.

ته مېلمه يېبشپړ شعر ولولئ

ته مېلمه يې

پلوشه ساپۍ

ستا په وياړ ما

دا غمونه، دغه اوښكې، دغه هيلې

څوكيدارې ودرولې

ما وېل ياره!

ته راځې به.

د زړګي ورانې كوڅې ته، ته مېلمه يې

ته زما د مينې يار يې

اى زما پښتونه عشقه!

ته مې يار يې

بې له تا د مينې راز مې

هسې تشه افسانه ده

ما وېل ياره!

ته راځې به، د زړګي ورانې كوڅې ته

ته مېلمه يې.