د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

سعيد لودين – کاناډا

د سعيد لودين - کاناډا پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

شهباز رنګه نغمهبشپړ شعر ولولئ

شهباز رنګه نغمه

سعيد لودين - کاناډا

غزل

شهباز رنګه نغمه کي پر هـــر تار سره روان يو

په اوښکو کي تصويره پــر انګار سره روان يو

شبنمه ته نسيم او زه نصيب له ښکلو بېل کړو

وصال يــــــوه لحظه وه نور پر خار سره روان يو

پرون چي مو خاني وه د عالم پر سر مو ځای و

نن خوار يو چي له کلي يو دستار سره روان يو

ړنده دنيـــا ده وينې نــــــه مو ويني په رڼا کي

موږ څاڅکي د رحمت يو له غبار سره روان يو

وعــــده راکه سعيــده چي تر پايه به مي مل يې

کوڅو کي د لوټمارو د سپين هار سره روان يو