پښتو ادب · شاعران
عبدالهادي حيران – پېښور پښتونخوا
د عبدالهادي حيران - پېښور پښتونخوا پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
عبدالهادي حيران - پېښور پښتونخوا
دا چې زړونو کښې تورتم دی
دا د ټولو نه لوئي غم دی!!
کۀ جذبه د لېونتوب وي
نو منزل ته يؤ قدم دی
حال د ژوند بس دومره ډېر دی
چې حالاتو سره سم دی
علامت د بربادۍ دی
مونږ تراشلی چې صنم دی
(ق)
يؤ سړی چې هيڅ يې نۀ زده
استاد هم دے، لارښود هم دی
دا لا کوم وحشت راخور دی
د هر چا سترګو کښې نم دی؟
(ق)
د ښار ډېرې دروازې دي
اؤ په هره يوه کښې غم دی!
دا تاريخ ورانول ګران دي
دا په زړونو کښې رقم دی
د ژوند ډېرې تقاضې دي
د انسان عُمر ډېر کم دی