پښتو ادب · شاعران
خير محمد بيدار
د خير محمد بيدار پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
خير محمد بيدار
ښايسته شراب دشنو پيالو سره ښه ښکاری
شنه خالونه می ديار دانګوسره ښه ښکاری
درسته شپه پتنګ په شمع ګرد تاويږ ی
يوځای شمع دپتنګ دسوځيدوسره ښه ښکاری
دوطن په نوم چه مال اوځان پری صدقه کړم
سور په وينو زخمی زړه دفرهارو سره ښه ښکاری
ميړنی به په ميړانه خپل ارمان ترلاسه کاندی
دا باعظمه خپل مقصد ته رسيدو سره ښه ښکاری
ټول وطن می سپيری دښتی او ميرئ دی نه شرميږو
سپری دښتی دوطن می شنو فصلو سره ښه ښکاری
چه غم نه وی ژړاګانی او درد نه وی تل خوښی وی
سره ګولونه سره لبان د مستيدو سره ښه ښکاری
الهی دبيدار بی وزلی سوال پخپل در باندی قبول کړه
ستا په در کی زما سوال په قبليدو سره ښه ښکاری
ها لينډ ٢٥،٠٤،٢٠٠٦