پښتو ادب · شاعران
محب الله ښېرازجلالزئي
د محب الله ښېرازجلالزئي پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
نوي رازونهبشپړ شعر ولولئ
نوي رازونه
محب الله ښېرازجلالزئي
نوی پسرلی نوی بهار نوي ګلونه راوړي
نوی راځي نوی رویبارنوي حالونه راوړي
داچي موپه کوربله بلاده ننوتې
نوی نظام نوی نظار نوي نظرونه راوړي
بیا ئې ده خران جامې اغوستې رزوي ګلونه
نوی خاوندنوی ښامار نوي جالونه راوړي
ساقي بیاکډه
راکړې ده زموږ کلي ته
نوې مستي نوی ئې ساز نوي سازونه راوړي
نن بیا راته شرنګی ده زولنووائي چي تابه
تړو
نوی آمر نوی آواز نوي امرونه راوړي
دغه قلم ددې نظام دماتیدو په خاطر
نوی ښېراز نوی ئې راز
نوي رازونه راوړي