د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

تازه گل احمد زی

د تازه گل احمد زی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

د افغان خاورهبشپړ شعر ولولئ

د افغان خاوره

تازه گل احمد زی

ښكلې د افغان خاوره مشهوره په ننګو ده
لوړ لرې تاريخ دغه هيواد د لوړو غرو ده
ټولې پرګنې ورســــره مــــينه ازلي لرى
ځكه ښيـــكلاكګر ورنه وتلى په تـوبوده
ښه اوبه هوا لرى نړۍ ئي ګلـخانه بولى
هره منظره ئي زړه راښكونكې دكتو ده
كور د پسرلې ده د خزان مخ چې هيڅ نه ويني
ښـكلى ننـــګرهار مې د نارنـج ګل د ميــلو ده
شنې ئي سر درې چې په ارچه اوپه بلوطو دى
ښــكلى چاپــيريال مې د پكتـــيا او كونړو ده
رنګ ئي د ميوند د شهيد ويـنو نه اخســتى دى
ښـــكلى قــــندهار مې د انــارو په مېــوو ده
ښكلى مې كابل ده خداى راته ښكلى كړى
سپين واورين بهار مې د وردګو د مڼـــو ده
مستې ګل ســرخ او دهـــقان ميــلې مزار كــــوى
كور دى” احمدزي“ كندز مشهور په خربوزو ده