پښتو ادب · شاعران
داکتر حسن -لندن
د داکتر حسن -لندن پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
4 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
داکتر حسن -لندن
خوله د مخ ئې نینیده په وړانګو
لکه د ګل پرخه خته
په وړانګو
بلبل نظر چې مې ئې مخ ولیدو
دخولې نغمه ئې شر میده په وړانګو
ستا په رخسار مینځم تیاری دسترګو
لکه چې لمر لمبوي شپه په وړانګو
زما دنظر په یوې مچکې سره
حیا ئې ورو ورو ویلیده په وړانګو
(حسنه) ستا ډبرین زړه په عشق کې
شو هم اخیر اوبه اوبه په
وړانګو
ستا دسترګو غلچکو به وایم چاته
دغصب غصب کتو به وایم چاته
نیمه شپه ده ټول وګړي ارام خوب کړي
د دلۍ دلۍ سلګو به وایم
چاته
قاتلان دې اتلان شول زما وطنه
ستا دورانو کڼډوالو به وایم چاته
زما
دزړه دسودا یاره؛ لیونتوبه
بې له تا دزولنو به وایم چاته
بې پروا مړاوې کاته کړه په نوم شیخ یم
دمدهوشو پیمانو به وایم چاته
حرارت خو درڼا څرګند صفت دی
ستا دسیوري دلمبو
به وایم چاته
لنډه لنډ مې دزړ ه دتسل سا شوه
د ستو مانو اندښنو به وایم چاته
بې باکي ئې دځواني لاړ ه (حسنه)
ستا دشوخو ارادو به وایم چاته
څلوريزيبشپړ شعر ولولئ
څلوريزي
داکتر حسن -لندن
څلوریزي
ژوند
دوختونو یو مزل ؤ
بې پړاوه تر اځل ؤ
هره سا د ژوند (حسنه)
دلحد په لوري پل ؤ
بیلتون
شي ساکن په بیلتانه کې چې له کومه راپیدا دوخت نیلی ته تازیانه کړم
نه په میا شت نه په اونۍ نه په کلو شي تول ګړۍ بې تا ،په کومه پیمانه کړم
داکتر حسن-لندن
مړژواندې هیلېبشپړ شعر ولولئ
مړژواندې هیلې
داکتر حسن -لندن
ژوند مې تر هر قدم کړې لاندې هیلې لا مې پرتې دي په زړه باندې هیلې
راکړي اسره دتا هندارې سترګې چې پکې ووینم ځلاندې هیلې
ښه پرې خبر یم چې منزل نلري بس
ګرځوم په زړه کې تاندې هیلې
جانانه صبر ئې کړم ستا له لورې که دلا سه
کړمه مړژواندې هیلې
کیږدۍ دې پریوته (حسنه)
دزړه ورستې ئې
وینو کړلې مراندې هیلې
داکتر حسن-لندن ٩/١١/٢٠٠٦
بیادې په کتلو کې وراني وکړهبشپړ شعر ولولئ
بیادې په کتلو کې وراني وکړه
داکتر حسن -لندن
بیادې په کتلو کې وراني وکړه
?یاره دا دي څه مهرباني
وکړه
شوله ملکه دنیاز محل کې اوس
زما شډلې میني چې یاري وکړه
نن مې کړه میلمه دپلوشوښکلا
ډیره مې دحسن م
یزباني وکړه
تا چې کړل کافر زلفان خواره په ما
دادې پهرښتیا مسلماني وکړه
مونږ خو کړه لو ګی تر لیونتوب
ځنې
ستا ځواني له چا سره ځواني وکړه
خاوري به اداب دخاني زده کړي اوس
?ټول عمر حسن چې ګدائي وکړه
داکتر ح
سن--لندن