پښتو ادب · شاعران
ډاکټر حسن-انګلستان
د ډاکټر حسن-انګلستان پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
2 خپاره شوي شعرونه
دڅڼو زندانبشپړ شعر ولولئ
دڅڼو زندان
ډاکټر حسن-انګلستان
&n
bsp; دڅڼو
زندان
ډوبه مې
بیړۍ کړه خو طو فانه راته وخانده
وریځې
زلفې وشینده بارانه راته وخانده
ای درنګ او نورشمعې چې بلې لمبې مړې نه
کړې
زما له تورتمونو چیرته لرې پلوشې نه کړې
ستړې دا
دسوز او سوځیدلو تماشې نه کړې
موړ مې په لمبو کړه ای میزبانه راته وخانده
وریځې زلفې وشینده بارانه راته وخانده
نن دې په لیمو کې
دځوانۍ ستونه وینمه
رګ رګ کې دې ګلې دمستۍ مو جونه وینمه
زه هم په
سینه کې مې دزړه ټو پونه وینمه
چا ئې ژړولی یا قربانه راته وخانده
وریځې زلفې وشینده بارانه راته وخانده
مونږ ه زنځیرونه دازل ټول شلولي دي
تاته مو سرونه په لاسو نو کې راوړي دي
زړونه مونذ رونه ستا په لاره کې شیندلي دي
وخانده دڅڼو تور زندانه راته وخانده
وریځې زلفې
وشینده بارانه راته وخانده
ته به دهجران دبیابان ګرمې
وهلی ئې
ډیر به دې دیدن مرګونې تندې ته نیولی ئې
هم به په سرو وینو کې
ازغیو لمبولی ئې
ووهه کیږدۍ دلته کاروانه راته وخانده
وریځې زلفې وشینده بارانه راته وخانده
لا خو مې جانانه په زخمو کې څړیکې
پاتي دي
لا خو دجنون مې په منګول کې لیکې پاتي دي
لا خو د(ح
سن)په شعر کې ډیري کړیکې پاتي دي
ؤه مې خوره ځواني خو دلبر جانه راته وخانده
وریځې زلفې وشینده بارانه راته وخانده
&
nbsp; &nbs
p;
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ډاکټر حسن-انګلستان
دې ملت ته مي خاطر ځکه پرېشان دی
چي حيرت ته مي تر اوسه لا حيران
دی
ممتاز کړی ويښ احساس دی له حيوان نه
هسي وايي چي په نطق سړی ا نسان دی
دمومن د زړه په عرش کي خدای اوسېږي
که هر څو ازاد له قيد نه د مکان دی
څه علاج به کړم دداسي ټپي زړه زه
چي موندلی يې په څړيکو کي درمان دی
هر سکون يې ژبغړاند لکه بلبل دی
هر انداز يې د انځور غوندي ګويان دی
ستا د ياد
دباران څاڅکي پرې اوريږي
چي ګوهر مي په صدف کي دچشمان دی
ښکلي مخ ته په کتو ( حسن ) عادت شو
پرېښودل د کوم عادت کله اسان دی
د بېنوا ويبپاڼي له خپروشويو توکو د
کاپي کولو او بياخپرېدلو څخه ډډه وکړﺉ