پښتو ادب · شاعران
محمد حامد حلیم ی
د محمد حامد حلیم ی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
3 خپاره شوي شعرونه
ستا یادونه :بشپړ شعر ولولئ
ستا یادونه :
محمد حامد حلیم ی
ستا یادونه :
زما زړه ته رانږدی شه خو سکونډل به ګوره نګړی
نازولی یې که نشي نو په برګو تورو سترګو
نیغ په نیغ مه ورته ګوره که نه اور یا به لمبه شي
په بې سترګو سترګو ګوري هر لحظه هره شیبه
کې
له ډیر درده په درزا دی او آرام یو شیبه نشي
ته پوهیږي چې څه
وایي دا په پته خوله ګویا زړه
ستا دمخ په مدحه بوخت دی او سرې شونډې
یادوی ستا
کله پاس بڼو ته ټوپ کړی کله خال د زنی ښکل کړی
یادې زلفو
کې ځان پټ کړی یا غړۍ شي تر سپینه غاړه
کله بوی دلونګ ستایی کله ستا د تن
خولې بیا
نه پوهیږم چې دا بیا چا نن چف کړی پری منتر دی
چې بس تاته په ځیر ګوری او خالونه دمخ شماری
خو دا ساده ساده زړګۍ مې خبر ندی ستا له چم
ه
چې په سور سالو کې تا نن راټول کړی دچا زړونه
خو څه ښه ددنیا دود
دی چې دقاتل لمنه نیسي
په ناحقه دچا وینې بس دغه یې ښه مثال
دی
چې له وینو یې رنګ اخیستۍ ستا د سر دا سره پړونی
خو یو بل ثبوت را یاد شو چې قاتل د زخمی زړو یې
سرو منګولو ته دې ځیر شه چې دا
سور رنګ یې له ځه دی؟
دا زما د زړه په وینو دی سره کړی دی لاسونه
خو حیران دې یم دې ذوق ته چې له وینو نه سینګار کړی!
زه ککړ په خاورو
دوړو یو بیابان یوه مې کوډله
چې په درګو مې پوښلې او یو
زوړ پوزۍ پرې پروت دی
له هر درز او له هر چاکه سوړ یو باد راشی دننه
نه شړۍ نه مې څادر
شته او ګریوان مې هم شلیدلی
چې مې سترګې کړمه
پټې په دا توره نیمه شپه کې
هر یو هډ مې په لړزه شي دساړه نسیم له لاسه
څه درزا دخوږ زړګې وی څه لړزه شی دسړو بیا
پیښې راټولې کړمه
غونجې چې که تود شي دا نحیف ځان
هاخوا دې خوا تپوم مې په لټون دکوم
یو څیز پسې
په پوره مینه یې ښکل کړم چې په لاس مې راشی دواړه
څو زړې پاڼې خیرنې او یو لنډ پنسل قلم زما
د سپوږمۍ تر رڼا لاندې یو څو کرښې پرې وکاږم
تر سحره مې تود ساتې ستا
یادونه ستا شعرونه
حلیمی ته افتخار دی که مجنون وی ستا په مینه
په
هر حال کې تنها ندی ستا یادونه ورسره دی
پښتو څلوريځيبشپړ شعر ولولئ
پښتو څلوريځي
محمد حامد حلیم ی
ستا سپينی لیچې سپینې له بنګړو نه ډکې دی
ستا تورې سپینې سترګې له نشوو نه ډکې دی
زنګون راته بالښت کړه چې سرورباندې کیږدم
سرې شونډې دسرې کړی له مزو نه ډکې دی
دسروشونډو پرتله دې له غاټول سره ونشی
ځکه دا زړه تازه کوی هغه دزړه داغ
دا دمخ تشبیه دې کوم یوه سره وکړم
دا
یو ګل دګلستان دی که دزړه باغ ؟
دا لیونۍ لیونۍ مینې لیونۍ کړم آخر
چې یې له ښکلو ښاپیرو سره
ګاونډۍ کړم آخر
ما ویل انګار کې مې دی وسیزه دخپلې مینې
ظالمی ځانته نذرانه او سپیلنۍ کړم آخر
دصنم یادبشپړ شعر ولولئ
دصنم یاد
محمد حامد حلیم ی
دصنم یاد
که یو ګام زما په لوری ښه صنم ږدی
خوار مین به یې بوسه په هر قدم ږدی
چې دناز خندا یو واری راته وکا
په پرهر مې دزخمی زړګې مرهم ږدی
دلیلی دراتګ زیری راته ښکاری
چې مې اوښکی یو ځل بیا په لمن نم ږدی
سرو تن مې ستا فدا زر کوه راشه
په هستی باندی مې پا روح له عدم ږدی
دیدن هم دخدای احسان دی پر مینو
دګیاه په سر پړونی دشبنم ږدی
دغمجنو دغم پیټی سپک شاعر کا
حلیمی حامد دغم دپاسه غم ږدی