د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

جلال محمود

د جلال محمود پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

4 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

جلال محمود

د مودو نه د دی ورځ می انتظار کړی دی
د محبت راسره خلکوېار اظهار کړی دی

ملا می هسی ګرموي چی می ګناه کړی ده
کنه د ژوند په هر ډګر کی می رفتار کړی
دی

قسم می کړی دی اشنا د بل به نشی رانه
د پاک الله سره می دغسی ګفتار کړی دی

ما خو
همېش د شرابونو نه توبی ويستلی
مينه کی مست ېمه ځوانۍمی لږ خمار کړی دی

دا چی جامو کی نه ځايږمه
ټوپونه وهم
د مرګ او ژوند راسره ېار نن دا اقرار کړی دی

افغانستانبشپړ شعر ولولئ

افغانستان

جلال محمود

زما هېلې نورې مړې شوې دي
زه نور ژړلې نشم
زما د غم د برخی اوښکی نوری ختمی شوی دي
هاغه ېتيم بچي مې چی د لوګی ژاړي
هاغه کونډی!
د دوۍ ژړا نوره زغملې نشم
زما غېږ زما د بچو د لاسه په وينو سره ده
زه نور د خپل مشر ځوي نوم نشم بدنامولی
ای! په چوکۍ ناستو بچو تاسو نورې زما
چاری نشۍ
سنبالولې
بس تاسو فساد او کينه پېژنۍ
ای طالب جانه ځوېه!
تاسو هم د کار نه ېاست تاسو!
تاسو! زما هېلی
وژنۍ
تاسو زما بچي په بمونو الوځوۍ.
زه تاسو نه کرکه لرم!!!! کرکه!!!
نه! نه!
هغه زما ځوان بچي داسی نه
دي
هغوۍ زما په غم ژاړي
هغوۍ قلم او کتاب راخستی
نه! نه!
زما هېلی نوری مړی نه دي
خو ای زما لوېانو
بچو!!!!!
نور د خدای لپاره زما
ځوان بچي پرېږدۍ چی زما ارمانونه پوره کړي
دوۍ د وينو او فساد سره مه اشنا
کوۍ
کنه ! کنه نو تاسو به د هاغه جنت څخه محرومه ياست
کوم چی د مور د پښو لاندی وي.

چی سترګو ته دی ګورمبشپړ شعر ولولئ

چی سترګو ته دی ګورم

جلال محمود

چی سترګو ته دی ګورمه جهان په بله اوړي
اسمان په بله اوړي
بيابان په بله اوړي

د سرو شونډو مسکا دی داسی خوند کړي
ارمان په بله اوړي پريستان په بله اوړي

واړه واړه کتل دی د زړګي په څوکو لګي
انسان په بله اوړي او ايمان په بله اوړي

د تورو زلفو يو ټال دی
زما لپاره بس دې
لېونيان په بله اوړي او رقيبان په بله اوړي

د ستړي ژوند رنګينه شان دوره ېې
بس
دېوان په بله اوړي ګلستان په بله اوړي

د رواجونو هتکړۍ می لاس کی بندې
کنه خان په بله اوړي او شاهان په
بله اوړي

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

جلال محمود

چی دی په مينه کی مسکې يمه مسکی ګرځمه
دا دې د مينې برکت
دی مېړنې ګرځمه

خلک به هر څه هرڅه وايې زه د چا نه منم
ساده پښتون ېم په دې ښار کی غرنې ګرځمه

چی ستا د مينی پېغور راکړي د دی کلی خلک
شم خندنې داسی وياړلې بريالې ګرځمه

مسافرۍ کی چی می
کله شی راياده ډېره
خاوری په سر لکه افغان په دنياګې ګرځمه

په جلال نور د محبت امتحان ولې
کوی
کنه مجنون غوندی سحرا کی لېونې ګرځمه