پښتو ادب · شاعران
عبدالولى(غلام)کم الزئ کابل
د عبدالولى(غلام)کم الزئ کابل پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
شعربشپړ شعر ولولئ
شعر
عبدالولى(غلام)کم الزئ کابل
پښتوښکلې ناوکۍ وه
دبابادغروهوسۍ وه
لاپه دښتوبيابانوکې
دهلم
ندريگستانۍ وه
خراسان کې وه مشهوره
اريايانوکې ژوندۍ وه
يوه خرماوه دبلوڅو
دخيبرواناگۍ
وه
په ترکانووه منلې
دعربويوه اجۍ وه
دپارسانوپه مجلس کې
بياترټولو لمړنۍ وه
دتاشقنديوه بى بى وه
بخاراکې عربۍ وه
دډهلي په تاج محل کې
يوه ښکلې پټانۍ وه
څه شوڅه هغه نوم
يې
په درياب کې چې کشتۍ وه
ددنياپه ننداره شوه
په زړه ډيره ميړنۍ وه
دهرچاوه ډيره خوښه
پښتو تل دزړه نرۍ وه
دهرچاد راز وه (گوډئ) (گوډئ دسوالگر ياملنگ هغه بوجۍ چې دهغه په غاړه کې وي)
دکچکول دسرروپۍ وه
ديوښکلى ياردپاره
دديدن يوه ليونۍ وه
دپښتون يار په دهليز کې
توروشپوکې سپوژمکۍ وه
پښـتون ياريې بې وفاووه
ځکه هروخت کوچيانۍ
وه
دبادشاه په ميخانوکې
د(غلام)يوه گړۍ وه