پښتو ادب · شاعران
ښاپيرۍ نغمه
د ښاپيرۍ نغمه پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
نيمګړی غزلبشپړ شعر ولولئ
نيمګړی غزل
ښاپيرۍ نغمه
نيمګړی غزل
ښاپيرۍ نغمه
دا د کوم افغان بی چاره مړی دی
دښتی
نه سيلاو چيرته راوړی دی
خوري په مخ څپیړي د حالاتو اوس
ورخ له پښتنو نه اوبو وړی دی
لار دي بریتوره ورته پریښوده
مه ډاریږه مار ندی دا پړی دی
نه رغیږي زړه باندي مي ستا ژبي
څو وراي د زهرو ګوزار کر دی
څنګه مي پښې، پولۍ پولۍ شولي
څومره دا زما میرات ژوند ستړی دی
ټول ښایسته ګلان مې د جانان وطن
هر یو یې
زما د بدن غړی دی
مه راځه مرګیه صبر وکړه لږ
لا خو د ( نغمې) غزل نیمګړی دی