پښتو ادب · شاعران
حکيم رحمت ګي
د حکيم رحمت ګي پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
اي سپر ليـهبشپړ شعر ولولئ
اي سپر ليـه
حکيم رحمت ګي
اي سپر ليه
تا چي دا ښكلي وږمي راوړي
دفردوس له جنتونو
دځمكي لمن دي
وپو ښله
دعدن
په رنګارنګ ګلونو
په كي تل به
پونځيدلو
خيا لونه غوړيدلو
داد ژمي ساړه
وختونه
ستا درا تلو په هيله
په هوسونو تير يدلو
خو:
پټ په غوږ كي غلي راته وايه
غمازان چي خبر نه شي
دوږ مو په ژبه
دادي ټوله
په كومه لاره دي را وړ ې
چې نه مي احساس وتخنيدلو
نه مي زړه وښوريدلو
نه مي
فكر
وغوړيدلو
نه مي داشنا دكلي كور په لورې
خيالونه والوتلو
ستا په لمن كي دي ګلونو
اورنګونو
دشنه
اسمان په غيږ كي
ځپو ځپو اوريځو
دي دباران لړيو
زما دذهن په سپيرو كوځو كي
هيلي ارمانونه
مستي اوهو
سونو
ولي نه وغوړ ولو
دغزني ښار ۲\۱\۱۳۸۷